Afghan Engineer افغان انجینر

Afghan Engineer                         افغان انجینر Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Afghan Engineer افغان انجینر, Engineering service, Jalalabad.

په دې پاڼه کې د ستاتیک،مقاومت،ساختمان تحلیل، ډیزاین، سروي، ساختماني مواد، انجینري ریاضیات او نور او همدارنګه د AutoCAD، SAP2000 او ETABS سافټویرونه په عملي او مفهومي ډول په پښتو او دري ژبو تدریس کیږي، ترڅو محصلین او انجینران خپلې مسلکي وړتیاوې پیاوړې کړي

31/08/2026

Lecture No: 2

📚 د تفاضلي معادلو دوهم درس

د تفاضلي معادلو د لړۍ په دوهم درس کې د تفاضلي معادلو له مهمو بنسټیزو مفاهیمو او اړوندو موضوعاتو سره لا زیات اشنا کېږو.

🎓 د انجینرۍ محصلینو لپاره

که غواړئ تفاضلي معادلې په ښه، ساده او منظم ډول زده کړئ، نو دا کورس راسره تر پایه په ترتیب سره تعقیب کړئ.

د تفاضلي معادلو زده کړه له پوهاند میرزا محمد میرزا سره.

📌 Lecture No. 2 — Differential Equations



20/08/2026

Lecture No: 1
د تفاضلي معادلو لومړی درس؟
د تفاضلي معادلو د لړۍ لومړی درس؛ په دې ویډیو کې د تفاضلي معادلو له بنسټیزو مفاهیمو او پېژندنې څخه پیل کوو.
🎓 د انجینرۍ محصلینو لپاره
که غواړئ تفاضلي معادلې په ښه او اسانه ډول زده کړئ، نو دا کورس راسره تر پایه په ترتیب سره تعقیب کړئ.

د تفاضلي معادلو زده کړه له پوهاند میرزا محمد میرزا سره.

📌 Lecture No. 1 — Introduction to Differential Equations



د کانکریټو په کششي زون( Tensial zone )کې د درز (Crack) رامنځته کېدو مهم لاملونه کوم دي؟او که درز رامنځته شي، د هغه د اصل...
08/08/2026

د کانکریټو په کششي زون( Tensial zone )کې د درز (Crack) رامنځته کېدو مهم لاملونه کوم دي؟
او که درز رامنځته شي، د هغه د اصلاح او ترمیم لپاره کومې مناسبې لارې شته؟
خپل مسلکي نظر او تجربه مو په کمنټ کې
راسره شریکه کړئ. 👇




ستاسو په نظر د سټیرپ کوم هک(Hook) سم او معیاري دی؟                                                                      ...
06/08/2026

ستاسو په نظر د سټیرپ کوم هک(Hook) سم او معیاري دی؟
✅ A
✅ B
که تاسو د ساختماني انجینرۍ له اصولو او کوډونو سره بلدتیا لرئ، خپل نظر او دلیل له موږ سره شریک کړئ.
ستاسو په اند کوم یو باید وکارول شي، او ولې؟
خپل ځواب په کمنټ کې ولیکئ. 👇





03/08/2026

د تهدابونو (Foundation) بشپړه عملي زده کړه.
په دې عملي ویډیو لړۍ کې به د تهدابونو په اړه له صفر څخه تر عملي اجرا پورې هر څه زده کړئ.
په دې ویډیو کې به لاندې موضوعات په عملي ډول تشریح شي:
• تهداب (Foundation) څه شی دی؟
• د تهداب اساسي موخه څه ده؟
• ولې هره ودانۍ ته تهداب اړین دی؟
• تهداب په څو ډوله دی؟ (Shallow Foundation او Deep Foundation)
• د هر ډول تهداب استعمال، ګټې او توپیرونه
• د تهداب د انتخاب مهم معیارونه
• د خاورې (Soil) رول د تهداب په ډیزاین کې
• د تهداب د کیندلو او عملي جوړولو مراحل
• د فولادو او کانکریټو عملي تطبیق
• هغه عامې تېروتنې چې باید ترې مخنیوی وشي
که غواړئ د سیول انجینرۍ عملي مهارتونه زده کړئ، نو دا ویډیو تر پایه وګورئ او له خپلو ملګرو سره یې هم شریکه کړئ.
Afghan Engineer – زده کړه په عملي بڼه.









02/08/2026

له بېکارۍ مه وېرېږئ؛ پر ځان پانګونه وکړئ!
د انجینر صیب مطیع‌الله قاضي‌زاده د ژوند یوه الهام‌بخښونکې کیسه؛ راسره یې تر پایه واورئ.

بریا په یوه ورځ نه ترلاسه کېږي؛ بلکې د دوامدارې هڅې پایله ده.
نن مه تسلیمېږه؛ کېدای شي ستا د بریا کیسه هم له همدې نن څخه پیل شي.له بېکارۍ مه وېرېږئ؛ د خپل راتلونکي لپاره کار وکړئ.

دا الهام‌بخښونکې کیسه راسره تر پایه وګورئ.
#افغانستان
#انجینري #ساختمان #ځوانان #بریا

ولې د کانکریټو د ۷ ورځو سلنډري نمونو ټېسټ ناکامیږي؟ تر ټولو عام علتونه یې دا دي:د اوبو او سیمنټو نسبت (Water-Cement Rati...
31/07/2026

ولې د کانکریټو د ۷ ورځو سلنډري نمونو ټېسټ ناکامیږي؟
تر ټولو عام علتونه یې دا دي:

د اوبو او سیمنټو نسبت (Water-Cement Ratio) ډېر لوړ وي.
د کانکریټو مناسب کیورنګ (Curing) نه وي شوی.
د موادو کیفیت یا مخلوط (Mix Design) ناسم وي.
د نمونو کمپکشن (Compaction) سم نه وي ترسره شوی.
د سلنډري نمونو جوړولو یا ساتلو کې تېروتنه شوې وي.
که یوازې د ۷ ورځو ټېسټ ناکام وي، تر ټولو قوي شک په ناسم کیورنګ او لوړ Water-Cement Ratio باندې.

نوټ: تاسو ته یې علت څه ښکاري؟

دوه مهم اصطلاحات چې په انجنیري ډیزاین کې ډېرې کارول کېږي...!              Positive Moment (Sagging Moment)هغه مومنټ ته و...
28/07/2026

دوه مهم اصطلاحات چې په انجنیري ډیزاین
کې ډېرې کارول کېږي...!

Positive Moment (Sagging Moment)
هغه مومنټ ته وایي چې لاندې برخه یې په کشش (Tension) او پورته برخه یې په فشار (Compression) کې واقع وي.

Negative Moment (Hogging Moment)
هغه مومنټ ته وایي چې پورته برخه یې په کشش (Tension) او لاندې برخه یې په فشار (Compression) کې واقع وي.










د کانکریټو د درزونو (Cracks) مهم لاملونه او مخنیوی1) د اوبو ډېر استعمال (لوړ Water-Cement Ratio) د کانکریټو مقاومت کموي ...
26/07/2026

د کانکریټو د درزونو (Cracks) مهم لاملونه او مخنیوی
1) د اوبو ډېر استعمال (لوړ Water-Cement Ratio) د کانکریټو مقاومت کموي او د درزونو احتمال زیاتوي.
2) ناسم کیورنګ (Curing) د کانکریټو د ژر وچېدو سبب کېږي او درزونه رامنځته کوي.
3) د لمر، باد او لوړې تودوخې له امله د کانکریټو ژر وچېدل د پلاستیکي انقباض (Plastic Shrinkage) درزونه پیدا کوي.
4) د سیخانو ناسم ډیزاین، ناسم ځای پر ځای کول، یا د اړتیا سره سم د Reinforcement نه کارول د ساختماني درزونو لامل کېږي.
5) د درزونو د مخنیوي لپاره مناسب مکس ډیزاین، ښه کمپکشن، او لږ تر لږه ۷ ورځې مناسب کیورنګ ترسره کړئ.
یادونه: کوچني درزونه که په وخت کنټرول نه شي، وروسته د کانکریټو مقاومت، دوام او د اوبو پر وړاندې د نفوذ مقاومت کموي، چې د ودانۍ پر کیفیت او عمر منفي اغېز کوي.
Provided By: Afghan Engineer














د سیخانو (Reinforcement) د سم نصب مهم ټکيد سیخانو سم نصب د ودانۍ د مقاومت، دوام او خوندیتوب لپاره ډېر مهم دی، که سیخان د...
24/07/2026

د سیخانو (Reinforcement) د سم نصب مهم ټکي
د سیخانو سم نصب د ودانۍ د مقاومت، دوام او خوندیتوب لپاره ډېر مهم دی، که سیخان د نقشې او تخنیکي معیارونو مطابق نصب شي، کانکریټ خپل مطلوب مقاومت ترلاسه کوي او د ودانۍ د خرابېدو خطر کمېږي.
مهم ټکي:
1) سیخان باید د ساختماني نقشې مطابق نصب شي.
2) د سیخانو قطر، شمېر او موقعیت باید سم وي.
3) د سیخانو ترمنځ ټاکل شوی واټن مراعات شي.
4) سیخان باید له زنګ، تېلو او چټلۍ پاک وي.
5) د کانکریټ پوښ (Concrete Cover) باید معیاري وي.
6) سیخان باید په Binding Wire ښه او کلک وتړل شي.
7) د سیخانو نښلون (Lap Splice) باید د معیار سره سم وي.
8) د کانکریټ اچولو پر مهال باید سیخان خپل ځای بدل نه کړي.
9) د کانکریټ اچولو مخکې باید انجنیر وروستۍ
معاینه ترسره کړي.
10)د سیخانو سم نصب د یوې قوي، خوندي او دوامداره ودانۍ تضمین کوي.
ترتیب کوونکی: Afghan Engineer














Address

Jalalabad

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Afghan Engineer افغان انجینر posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share