Sadat Engineering Services

Sadat Engineering Services انجينري خدمات او د هغوي تحليل له انجينر اسدالله سادات سره!

23/02/2025

د سنګ کارۍ اړوند مهم نقاط

د سنګ کارۍ په کارونو کې باید لاندې ټکي په پام کې ونېسئ

1. دوه ډوله سنک کاري وجود لري
- وچه سنګ کاري ( Dry Stone Masonry )
- د مسالې سره سنګ کاري ( Stone Masonry with Mortar )

2. په سنګ کارۍ کې مختلف مارکونو انتخاب او کارېږي د بېلګې په ډول د ( 1:3 , 1:4 , 1:5 , 1:6 ) پورې که چېرته 1:4 انتخابېږي په دې مانا چې یوه برخه سمنټ او څلور برخې ریګ باید وکارول شي

3. د سنګ کارۍ په کارونو کې د مسالې مقدار ( 30 - 35 ) فیصدو پورې په نظر کې نېول کېږي

4. په سنګ کارۍ کې 20% ضایعات په نظر کې نېول کېږي

5. سنګ کاري په متر مکعب باندې اندازه کېږي

6. د ریګ اندازه په لاندې ډول ده
د ( 0.075mm - 4.75mm ) ترمنځ پورې وي

7. په ریګ کې د خاورو موجودیت تر 5% پورې مجاز دی له دې څخه زیاتې خاورې باید ونه لري د ریګ د راوړلو په وخت کوښښ باید وشي چې د سطحې څخه تر 20 سانتې مترو پورې د سر خاورې لېرې شي تر څو پاک ریګ تر لاسه شي

8. په سنګ کارۍ کې استفاده کېدونکې تېږو اندازه ( 25 - 75 ) سانتې مترو پورې وي

9. ښې ډبرې هم خپل خواص لري چې د کار په ساحه باید توجه ورته وشي

- ډبرې باید کلکې وي داسې نه وي چې د یو وار څېټک وهلو سره په څو ټوټو ماتې شي

- ډبرې باید څو مخونه ولري چې د کارولو پر وخت په اسانه کار کې ولګېږي او هم ښکلې نما هم ورکړي

- ډبرې باید په منځ کې درزونه ونه لري

- ډبرې باید د ځمکې له داخل څخه په لاس راغلي وي نه د ځمکې له سطحې څخه

- ښې ډبرې د څټک وهلو پر وخت ښه اواز ورکوي

- د ښې ډبرې وزن زیات وي

- ښې ډبرې په خپل ترکیب کې چونه او نور شړېدونکې مواد ونه لري

- ښې ډبرې د اوبو په منځ کې تر ډېره نه درز کوي او نه شړېږي

10. د سیندونو ډبرې چې ګرد او کروي شکل لری او هم ښویه وي د کارولو څخه یې ډډه وکړئ

Address

Behsood
Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Sadat Engineering Services posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share