Engineering Information

Engineering Information قدرمنو دوستانو صفحه لایک او شیر کړﺉ

ولی د کانکریټ اچولو د مخه پلاستيک تطبيق کيږي؟د کانکریټ اچولو د مخه د پلاستيک کارول څه اهميت لري او د کيفيت لوړولو، بنسټو...
05/07/2024

ولی د کانکریټ اچولو د مخه پلاستيک تطبيق کيږي؟
د کانکریټ اچولو د مخه د پلاستيک کارول څه اهميت لري او د کيفيت لوړولو، بنسټونو دوام او له زیانونو څخه په ژغورلو کې څه ډول اهميت لري؟

د انجنيرۍ پروژو د ارزولو لپاره بېلابېل ميتودونه کارول کېږي چې په لاندې ډول دي:1. د پروژې د ژوند دورې ارزونه (Project Lif...
01/07/2024

د انجنيرۍ پروژو د ارزولو لپاره بېلابېل ميتودونه کارول کېږي چې په لاندې ډول دي:

1. د پروژې د ژوند دورې ارزونه (Project Life Cycle Assessment):
- د پروژې د پلان کولو، پلي کولو، او پای ته رسولو پړاوونو ارزونه.
- د هر پړاو د لاسته راوړنو او ستونزو تحلیل.

2. د ګټې او لګښت تحلیل (Cost-Benefit Analysis):
- د پروژې مالي ګټې او لګښتونه پرتله کول.
- د پروژې مالي پایداري او ګټې تعینول.

3. د خطر ارزونه (Risk Assessment):
- د پروژې د ممکنه خطرونو او نامعلومو پېښو ارزونه.
- د خطرونو د مدیریت پلان جوړول.

4. د فعالیت شاخصونه (Key Performance Indicators - KPIs):
- د پروژې بریالیتوب د تعینولو لپاره ځانګړي شاخصونه.
- د وخت، بودیجې، او کیفیت پر بنسټ ارزونه.

5. د ګرافیکي ارزونې وسیلې (Graphical Evaluation Tools):
- ګانت چارټ (Gantt Chart) د پروژې د مهال ویش لپاره.
- چارټ (Program Evaluation and Review Technique) د پروژې د وخت او وسایلو پلان جوړولو لپاره.

6. د دلچسپیو او تأثیراتو تحلیل (Stakeholder and Impact Analysis):
- د پروژې پر ښکیلو اړخونو اغیزو ارزونه.
- د دلچسپی لرونکو اړخونو د توقعاتو او اړتیاوو تعین.

7. تحلیل (SWOT Analysis):
- د پروژې قوي ټکي (Strengths)، کمزورۍ (Weaknesses)، فرصتونه (Opportunities)، او ګواښونه (Threats) ارزونه.

8. د خالص اوسنۍ ارزښت (Net Present Value - NPV):
- د پروژې د راتلونکو عایداتو اوسنی ارزښت تعینول.
- د پروژې اقتصادي ارزښت تحلیل.

9. د داخلي ګټورتوب کچه (Internal Rate of Return - IRR):
- د پروژې د پانګوونې ګټورتوب تعینول.
- د پروژې د مالي بریالیتوب تحلیل.

10. توازن شوي کارت (Balanced Scorecard):
- د پروژې د بریالیتوب د بېلابېلو اړخونو په اړه پراخه لید وړاندې کول.
- مالي، پیرودونکي، داخلي پروسې، او زده‌کړه و پرمختګ شاخصونه شاملول.

دا ميتودونه د انجنیرانو سره مرسته کوي چې د پروژو مختلف اړخونه په دقیق ډول وارزوي او د غوره پرېکړو لپاره پیاوړي معلومات ترلاسه کړي.

26/06/2024

د پروژې د ژوند دورې ارزونه (Project Life Cycle Assessment) یوه مهمه پروسه ده چې د پروژې ټول پړاوونه، له پیل څخه تر پای پورې، په دقیق ډول ارزوي. دا پروسه په عمومي ډول په لاندې پړاوونو مشتمله ده:

# # # 1. **پيل (Initiation)**
په دې پړاو کې د پروژې اړتیاوې او موخې تشخیص کېږي. اصلي فعالیتونه پکې شامل دي:
- د پروژې د هدفونو او ضرورتونو تعین.
- د پروژې امکان‌سنجۍ مطالعه.
- د دلچسپی لرونکو اړخونو (Stakeholders) تشخیص او تحلیل.
- د پروژې منشور (Project Charter) جوړول، چې د پروژې رسمي پیل ته اجازه ورکوي.

# # # 2. **پلان جوړونه (Planning)**
دا پړاو د پروژې د بریالیتوب لپاره د تفصیلي پلانونو جوړولو پړاو دی. اصلي فعالیتونه پکې شامل دي:
- د پروژې د نطاق، مهال ویش، او بودیجې تعین.
- د پروژې کاري ماتونې جوړښت (Work Breakdown Structure - WBS) جوړول.
- د منابعو او موادو پلان جوړول.
- د خطرونو ارزونه او د مدیریت پلان جوړول.
- د اړیکو او کیفیت پلان جوړول.

# # # 3. **پلي کول (Ex*****on)**
په دې پړاو کې د پروژې پلانونه عملي کېږي او کارونه ترسره کېږي. اصلي فعالیتونه پکې شامل دي:
- د ټیم غړو لپاره د کارونو تخصیص.
- د منابعو مدیریت او توزیع.
- د کیفیت کنترول او مدیریت.
- د پروژې پرمختګ څارنه او راپور ورکول.
- د دلچسپیو لرونکو اړخونو سره اړیکې ټینګول.

# # # 4. **کنترول او څارنه (Monitoring and Controlling)**
په دې پړاو کې د پروژې پرمختګ څارل کېږي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې پروژې د پلان سره سم پر مخ ځي. اصلي فعالیتونه پکې شامل دي:
- د مهال ویش او بودیجې پر بنسټ پرمختګ څارل.
- د کیفیت او فعالیت ارزونه.
- د خطرونو مدیریت او کنترول.
- د بدلونونو مدیریت او د پلانونو اصلاح.

# # # 5. **بندول (Closure)**
په دې پړاو کې پروژې رسماً پای ته رسي او د پایلو ارزونه کېږي. اصلي فعالیتونه پکې شامل دي:
- د پروژې وروستي محصول او خدمات وړاندې کول.
- د پروژې اسناد او راپورونه ترتیبول.
- د ټیم غړو او منابعو خوشې کول.
- د پروژې بریالیتوب او ناکامۍ تحلیل.
- د زده‌کړې او تجربې مستند کول.

# # # د ژوند دورې ارزونې ګټې
- **جامعه لید:** د پروژې هر پړاو په تفصیل سره تحلیل کېږي، چې د ښه پلان جوړونې او مدیریت سره مرسته کوي.
- **خطرونو مدیریت:** د خطرونو پیژندنه او مدیریت په هر پړاو کې ترسره کېږي، چې د پروژې د ناکامۍ امکانات کموي.
- **مؤثره اړیکې:** د دلچسپیو لرونکو اړخونو سره ښه اړیکې او شفافیت ټینګوي.
- **کیفیت کنترول:** د پروژې د کیفیت د لوړولو لپاره هر پړاو کې کنترول او څارنه کېږي.
- **پایلې او زده‌کړه:** د پروژې پای ته رسولو وروسته د زده‌کړې او تجربې مستند کول راتلونکو پروژو لپاره ګټور وي.

په ټوله کې، د پروژې د ژوند دورې ارزونه د پروژې بریالیتوب لپاره یوه اساسي پروسه ده چې د دقیق پلان جوړونې، مدیریت، او څارنې له لارې ترسره کېږي.

د ګبیون دیوال : ګبیون دیوال د استنادي ديوالونو له جملې څخه ديی چې عمومن د خاورې د ښويدو مخنیوی کوي، دغه دیوالونه د جالیو...
21/06/2024

د ګبیون دیوال :
ګبیون دیوال د استنادي ديوالونو له جملې څخه ديی چې عمومن د خاورې د ښويدو مخنیوی کوي، دغه دیوالونه د جالیو پواسطه بند شوي وي.
که د ګبیون ارتفاع تر ۳مترو پورې وي کولی شو چې عمودي يې اعمار کړو. او که ارتفاع یې له ۳مترو څخه زیاتیده نو باید داخل ته د ۶ څخه تر ۱۰٪ فیصده پوري میلان ورکړو او د جوړيدو لپاره يې لاندې نقاط په نظر کې نیسو:

۱. ګبیون باید مکمل ملمه کاري شوی وي.

۲. که چيرته د دیوال په شکل استعمال شي بايد په اخري برخه کې ۱۰ سانتي متره کانکریټ واچول شي چې تر څو د عرضي قواو مخنیوی شوی وي.

۳. د ګبیون تیږې ښې منظمې کیښودل شي.او خالیګاوې یې باید د جغل پواسطه ډکې شي.

۴. ګبیون باید بسته کاري شي.

۵. ګبیون کولای شو چې په هغو ساحو کې وکاروو چیرته چې سیندونه او خوړونه د نسبتاً قوي جریان لرونکي وي او د اوبو حجم زیات وي. او د منظم دیوال جوړیدو امکان نه وي نو هلته د غټو تیږو( ثقیلو کتلو) په عنوان ترینه ګټه اخیستل کیږي ترڅو د اوبو مخامخ جریان په مقابل کې استوار پاتې شي، او و نه ښوییږي.

۶. د ګبیون کارۍ طولي بافت باید( د خشت کاري په رقم) په نظر کې ونیول شي.

د ګبیون دیوالونو ګټې:
د ګبیوني دیوالونو ګټې (Advantages of Gabion Walls):

ګرانو دوستانو تاسو به د ګبیون کارونې ډیر ځایونه لیدلي وي او یا به هم د ګبیوني دیوالونو په جوړولو کې ښه تجربه لری داچې دغه ګبیوني دیوالونه ولې کارول کیږي او څه ګټې لري؟ په لاندې ډول سره بیانیږي:

اول: د ارتجاعیت او د شکل د تغیر قابلیت یا وړتیا:
څرنګه چې د ګبیون سیم نازک او ښه ارتجاعیت لري نو د همدغه صفت له امله د بارونو د عمل په نتیجه کې یې شکل تغیر کوي چې په پایله کې د ګبیون د شلیدلو څخه مخنیوی کیږي.

دوهم: د ګبیوني ساختمان مرحله يي جوړونه:
د ګبیوني ساختمان بله مهمه ګټه داده چې کولای شو ګبیون ساختمان په څو پړاوونو کې چوړ کړو پرته لدې څخه چې د لومړي پړاو کار ته زیان ورسیږي .

دریم: د اوبه ایستنې ښه قابلیت:
څرنګه چې ګبیوني ساختمان په خپل منځ کې په کافي اندازه سره سوري لری نو لدې امله هغه اوبه چې د ګبیون د ساختمان شاوخواته راپیداکیږي په ښه ډول سره له ځان څخه تیروي چې په پایله کې د شا خواته د اوبو د دریدو او د هغه له امله د تخریب او یا هم پر نومړي ساختمان د جانبي فشار د واریدیدو څخه مخنیوی کوي.

څلورم: په آسانی سره د ګبیوني ساختمان جوړونه:
د ګبیوني ساختمان بله مهمه ګټه داده چې د جوړونې پر مهال ډیر مسلکي او تخنیکي اشخاصو ته اړتیا نلری بلکه هر څوک کولای شي په آسانی سره د ګبیون جال او همدارنګه ګبیوني ساختمان جوړ کړي .

پنځم: د ګبیونی ساختمان د اصلي موادو ډیروالی :
څرنګه چې د ګبیوني ساختمان اصلی تشکیلوونکي مواد ډبرې او کوچني کاڼي دي او ډبرې زموږ د هیواد په ډیرو برخو کې په پراخه پیمانه سره شتون لري نو ځکه د دغه ساختمان څخه زموږ د ګران ټاټوبي په دیرو سیمو کې ګټه اخیستل کیدای شي او کیږي.

شپږم: د ترمیم او بیا جوړونې قابلیت :
ګبیوني ساختمان دغه صفت هم لری چې په آسانی سره بیا ځلې ترمیم او جوړ شي یعنې که د ګبیون د جال د کومې خانې سیم وشلیږی په آسانی سره بیا ترمیم کیدای شي او همدارنګه خپله ګبیوني ساختمان هم په اسانی سره بیا ځلې جوړیدای شي.

اووم: د ګبیوني ساختمان پایښت:
که چیرې ګبیوني ساختمان په سمه توګه سره جوړ شي او په ښه توګه سره یې حفظ او مراقبت وشی تر ډیره وخته پایښت کوي مګر د هغه سیندونو په غاړه سره چې اوبه یې پاکې نه وي یعنې ریګ او خاوره ولری نو پدې صورت کې د ګبیون د جال سیمونه د فرسایش او سولیدنې سره مخامخ کیږی چې پدې صورت کې د ګبیون په پایښت باندې منفي اغیزه کوي او عمر یې کمیږي.

اتم : د ګبیوني دیوال اقتصادي اړخ:
د ګبیوني دیوالونو د جوړیدو یو مهم دلیل د هغه اقتصادي اړخ دي یعنې ګبیوني دیوال د مصاله لرونکي ډبرین دیوالونو یا ساختمانونو په پرتله ډیر ارزانه تمامیږي ځکه له یوې خوا د هغه سیند د ډبرو څخه ګټه اخیستل کیږي چې هلته ګبیوني ساختمان جوړیږي او د بل ځای څخه د ډبرو راوړلو ته اړتیا نشته او بل داچې خپله د ګبیون جال هم کیدای شي د پروژې په ځای کې جوړ شي او ترانسپورتي لګښت نه ورباندې راځي او دریم داچې ډیر تخنیکي ګارګرانو ته هم اړتیا نلري.

نهم: ټولنیز مسایل:
د ګبیون د جوړونې د آسانه ټیکنالوژی په پام کې نیولو سره د نږدې کلیو او بانډو خلک هم د دغه رنګه پروژو د جوړیدو په وخت کې دغه مهارت زده کوي او په راتلونکي کې کولای شي د ګبیوني دغه اقتصادي ساختمانونو څخه د اړتیا په وخت کې په عامه او یاهم په شخصي ډول سره ګټه واخلي.

ـ  ـ ـ ـ ـ ـ  ـ ـ ـ ـ ـ   قالبندي(Formwork) ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـقالبندي يوه موقتي ساختماني پروسه يا د سختمان موقتي جز...
19/06/2024

ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ قالبندي(Formwork) ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ
قالبندي يوه موقتي ساختماني پروسه يا د سختمان موقتي جز ده کوم چې د يو ساختمان د عناصرو لپاره د تکيې په حيث کارول کيږي چرته چې تازه کانکريټ اچول کيږي تر څو د ساختماني جز member مطلوب شکل لاس ته راشي قالبندي د هر ساختماني جز لپاره په پام کې نيول کيږي لکه بيم ،پايه ،سلب ،تهداب او نور
د قالبندۍ خلاصول (removing) بايد د کانکريټ د کافي(sufficient) مقاومت د لاس ته راوړلو څخه وروسته صورت ونيسي د يادونې وړ ده چې په بعضې حلاتو کې قالب په ځاى پر ځاى شوي ځاى کې په دوامدار شکل هم پاتې کيږي چې دا صورت په فلزي قالبندۍ کې نظر تکنالوجي ته صورت نيسي
په عمومي ډول کالبندي يا Formwork په دوه برخو ويشلى شو
(1) Shuttering
(2) Centering
اول : shuttering دا د قلبندۍ هغه برخه ده کومه چې د عمودي عناصرو د اتکا يا support لپاره کارول کيږي لکه پايه ،ديوال او داسې نور
دوهم : Centering دا د قالبندۍ هغه برخه ده کومه چې د افقي عناصرو لکه سلب او نور ـ ـ ـ ـ د اتکا يا Support لپاره کارول کيږي.

مخکې له دې نه چې کانکریټ اچونه شروع کړی د قالبندۍ اړوند لاندې کارونو څخه ځان مطمین کړئ

1) د قالبندي یو لېول باید کنترول کړئ

2) قالب بندۍ کې باید سوري موجود نه وي

3) د قالب او سیخانو تر منځ فاصله(Cover )باید د نقشې مطابق موجود وي

4) د تقاطع په نقطو کې د ګونیا کنترول باید وشي

5) د قالبونو (Support ) یا اتکاګانو کنترول باید وشي تر څو مطمین شو چې (Support) عمودي او محکم دي

6) طول ، عرض او ارتفاع باید د پلان مطابق کنترول کړئ

7) دبیمونو اندازې باید داخل کې چیک شي ځکه چې بېرون خواته د قالب بندۍ تختې ډبلوالی پکې راځي سمې اندازې نه ورکوي

8)قالبونه باید پاک او محکم وي

تاسو څه پرې ور اضافه کوی؟

د کور عایق کولغواړۍ چې په ګرمۍ کې مو کور یخ وي؟  ایا غواړۍ په یخنۍ کې مو کور ملایم ګرم وي؟ که داسې کور غواړۍ نو ددې ستون...
11/06/2024

د کور عایق کول

غواړۍ چې په ګرمۍ کې مو کور یخ وي؟

ایا غواړۍ په یخنۍ کې مو کور ملایم ګرم وي؟ که داسې کور غواړۍ نو ددې ستونزې حل ډیر اسانه او ارزانه دي، د داسې کور د جوړولو پرمهال په کې عایق وکاروۍ.

د عایق په کارولو سره انرژي تولید ته اړتیا کمیږي چې له امله نه یواځي مالي سپما کیږي بلکې ددې سربیره چاپیریال ته د مضره ګازونو د لیږد مخنیوی هم کیږي.

عایق څه شي دی؟

معمولا د کوټې دننه تر 20 درجې سانتي ګرید پورې مناسبه تودوخه بلل کیږي، خو د دباندني چاپیریال د تودوخې دلوړیدو له امله د کوټې تودوخه لوړیږي او په ژمي کې برعکس د کوټې دوخې درجه ښکته راځي.که دباندې تودوخه لوړه وي نو د کوټې دننه تودوخه هم ورسره زیاتیږي او که چیرې د باندې تودوخه ټیټه وي نو د کوټې تودوخه هم ورسره ټيیږي.

د کوټې دننه تودوخې او باندني چاپیریال ترمنځ د تودوخې دا لیږد د دیوالونو، دروازو، کړکیو او بام له لارې ترسره کیږي.

که چیرې له باندني چاپیریال سره د کوټې دننه برخې د تودوخې د لیږد لارې او اړیکې پرې شي نو د تودوخې د لیږد پر وړاندې به خنډ پیدا شي چې دیته عایق کاري وایي، هغه مواد چې د عایق په توګه کاریږي عایق مواد بلل کیږي.

عایق کاري یواځې د تودوخې لپاره نه وي، عایق کاری کیدای شي د اواز، د بریښنا، د نم د مخنیوی لپآره وي او یا هم د ضربې د مخنیوی لپاره وي، بیلابیل ساختماني مواد د تودوخې د مقاومت بیلابیل قیمتونه لري.

ددې لپاره چې وداني د تودوخې پروړاندې عایق شي باید:
1) له دروازو څخه د تودوخې د ضایع کیدو مخه ونیول شي .
2) له کړکیو څخه د تودوخې د ضایع کیدو مخه ونیول شي .
3) هغه برخې چې ښیښه په کې کارول شوي وي د غبرګو ښیښو (double glazing) سیستم وکارول شي .
4) د کړکیو توږل او ښکلي کول په سم ډول ترسره شي .
5) د پوښښونو ترمنځ که چیرې کوم تش ځای وي باید ډک کړای شي .
6) د بام لاندې کوټي عایق کول .
7) د اوبو ټانکۍ باید داسې پټه کړای شي 80mm جاکټ ورواغوستل شي .
8) د سوړ دیوال لپاسه وچ دیوال وشي .
لومړی :د دیوالونو د عایق کول :
په یوې ودانۍ کې د تودوخې د ضایعاتو د مخنیوي لپاره ددیوالونو عایق کول په ځانګړي ډول د باندنیو دیوالونو عایق کول ډیر مهم رول لري .ددیوالونو عایق کول په درې ډوله ترسره کیږي .
1. له دننه څخه ددیوال عایق کول :inner leaf insulation
په دې ډول عایق کولو کې دیوال ته له دننه لوري څخه د عایق موادو یو قشر ورکول کیږي .
2. له باندې څخه ددیوال عایق کول :Outer Leaf Insulation
په دې ډول عایق کولو کې دیوال ته له باندې لوري څخه د عایق موادو یو قشر ورکول کیږي .
3. دوه قشره منځ خالي دیوال : Two Leaf Masonry Cavity Wall
معماري جوړونه هغه ده چې د مسالې په کارولو سره د وړو معماري واحدونو د یوځای کولو څخه لاس ته راځۍ .دا معماري واحدونه کیدای شي د تیږو څخه وي ،ډکې یا حجروي خښتې یا بلاکونه وي ،دا دیوالونه کیدای شي د ودانۍ یوه برخه وي او یا هم ډکوونکي دیوالونو په شکل وي .په دې میتود کې ددیوال دوه قشرونه وي یو دننی او بل باندنی .معمولا باندنی قشر ښایست لپاره هم کاري .دواړه قشرونه د یو فلز په واسطه سره داسې نښلول کیږي چې ترمنځ یې لږه ترلږه 50mm تشه پاتې شي .

که ددوه قشرونو ترمنځ فضا د عایق کوونکو موادو څخه مکمله ډکه وي نو په دې صورت کې عایق کوونکي مواد باید خپله هم د اوبو ضد وي داسې چې له باندي قشر څخه باید اوبه جذب نه کړي .عایق کول کیدای شي د دیوال جوړولو پرمهال د سلب ورکولو په شکل ترسره شي او یا هم په خالیګا کې همدلته جوړ شي .په ټولو حالاتو کې باید د قشرونو ترمنځ خالیګا شتون ونه لري.دلته ددې خبرې یادونه ضرور ده چې ددوه قشرونو ترمنځ عایق مواد واچول شي نو هغه خالیګا باید په سمه توګه سیل یا پوخ کړای شي .که چیرې دا سیل نه کړای شي نو بیا کیدای شي له عایق موادو هوا تیره شي .د سیل کولو لپاره کیدای شي منرالی پښته وکارول شي .

نن سبا په مارکیت ډیر ارزانه عایق مواد پیداکیږي .ددې موادو هریو ډول خپلې ګټې او نیمګړتیاوې لري .د عایق موادو د کارولو پرمهال باید وکتل شي چې کوم ډول یې مناسب دی .د موادو غوره کولو په وخت د هغې نرخ،د هغې د R قیمت ،په چاپیریال یې اغیز ،د اواز عایق والی او یو شمیر نور فکتورونه په پام کې ونیول شي.د عایق موادو ډیری ډولونه شتون لري خو دلته یې له پنځو څخه یادونه کوو.
دویم :د بام عایق کول .
کله چې دیوالونه عایق شول او د کوټونو لپاره د بام سلب واچول شو په دې صورت کې باید لومړی د بام سلب هموار شي ،ددې لپاسه حرارتي عایق ورکول شي ،وروسته پری د اوبو ضد قشر ورکول شي.

دریم :د کړکیو اودروازو عایق .
د کړکیو او دروازو د عایق کولو لپاره غبرګ ښیښه یې پلیټ میتود ضرور دی .په دې میتود کې دودانۍ ټولې هغه برخې چې ښیښه په کې ورکول کیږي ځانګړي چوکاټ په چمتو کولو سره غبرګې ښیښې ورکول کیږي .د ښیښو ترمنځ تقریبا تر 1.5cm پورې تشه پریښودل کیږي .


د عایق موادو ډولونه .
1. فیبری ښیښه . Fiberglass
فیبر ښیښه د عایق موادو ترټولو زیات مشهور ډول دی چې په وروستیو وختونو کې ډیر کاریږي .د فیبرښیښه ترټولو مهمه نیمګړتیا داده چې د لیږد پرمهال د ماتیدو ویره یې وي .څرنګه چې فیبرښیښه له ډیرو میده سلیکاني ذراتو ،ښیښه یي پوډر او نریو تیره څوکو ټوټو څخه جوړیږي نو لیږدول یې ستونزمن وي که د خوندیتوب پوره وسایل(safety equipment) نه وي اغوستل شوي نو کیدای شي سترګو ،سږو(lungs) او حتی پوستکی ته زیان رسوی.خو که داسې وسایل واغوستل شي نو د عایق کارۍ کارونه پرته له کومې پیښې سرته رسیدای شي .ښیښه یي فیبر یو نه سوزیدونکی عایق ماده ده ،چې د R قیمت یې له 2.9 څخه تر 3.8 پورې دی .که څوک غواړي چې ارزانه عایق وکاروي نو دا یې ترټولو ښه لاره ده .

2. منرالي وړۍ . Mineral Wool
منرالي وړۍ څوډوله عایق کارۍ ته راجع کیږي . لومړی کیدای شي پشم شیشه یا ښیښه یې وړۍ وي کوم چې فیبرښیښه جوړښت لري او د ضایع شوو ښیښو د ټوټو له بیاځلې کارولو څخه لاس ته راځي .دویم کیدای شي ډبرین وړۍ یا سنګ پشم کوم چې له بذالت څخه جوړیږي .بلاخره کیدای شي ایره پشم یا ايره وړۍ وي کوم چې د اوسپنې په میلونو کې د ایرې په شکل لاس ته راځي .په امریکا کې ډیری منرالی پشم له ایره پشم (slag wool) وي.منرالي پشم د ضایع شوو موادو په توګه پیردل کیږي .ډیری منرالي پشم زیاتونکي مرکبونه نه لري څو هغه ته د اور پروړاندې مقاومت ورکړي .منرالي پشم سوزیدونکي ( combustible )مواد نه دی .کله چې منرالي پشم له نورو موادو سره په ګډه وکارول شي ،نو ډیر قوي د اور ضد عایق ترې جوړیږي .د منرالي پشم یا منرالۍ وړۍ د R قیمت له 2.8 څخه تر 3.5 پورې وي .

3. حجروي عایق مواد : Cellulose Insulation Material.
حجروي عایق مواد یو ترټولو ښه ډول عایق مواد دي .حجروي عایق د ضایع شوو کاغذونو ، مقوا (cardboard) او دیته ورته نورو موادو څخه جوړیږي.د حجروي عایق موادو قیمت 3.1 څخه تر 3.7 پورې دی .
وروستیو څیړنو ښودلې چې حجروي عایق د اور د تخریب په کمولو کې ډیر اغیزمن دی .نو ځکه حجروي عایق ډیر موثر او د اور پرضد ډیر ښه مقاومت ګڼل کیږي .سره له دي یو شمیر نیمګړتیاوې هم لري لکه یوشمیر خلک کیدای شي د ورځپاڼو د کاغذونو له ګرد سره حساسیت ولري .

4. پولي یوریتان فوم Polyurethane Foam
پولئ یوریتان د د عایق له مهمو شکلونو څخه یو دی ،نن سبا د پولي یوریتان په فوم کې کلورو فلورو کاربن یا CFC ګاز ډیر کاریږي .ددې کارول ددې زمینه برابروي څو د اوزون په طبقه کې تخریب کم شي .ددې ګاز وزن کم وي چې تقریبا په یو فوټ مکعب کې دوه پونډ مکعب یا (2 lb/ft^3) کیږي . ددې موادو دR قیمت هم په هرانچ پیړوالي کې R-6.3 کیږي .دا ډول عایق مواد د اور ضد هم دي

5. پولي ایسترین : Polystyrene
پولې ایسترین یا ستایرو فوم (Styrofoam)د اوبو ضد حرارتي پلاستیکي سفنج یا فوم دی کوم چې د اواز او تودوخې یو ښه عایق دی .دا په دوه ډوله دی EPS او XEPS چې دی وروستی ته سټآیرو فوم هم وایي .ددې دواړو توپیر په قیمت او کارکولو کی دی . د XEPS قیمت زیات دی او د R قیمت یې تر 5.5 پورې دی په داسې حال کې چې د EPS لپاره د R قیمت 4 دی .سفنج د بلاکونو په شکل جوړیږي کوم چې د دیوال لپاره یو ښه عایق دی .دا ډول سفنج یا فوم سوزیدونکی دی او باید د اور ضد موادو په واسطه پوخ کړای شي چې دی پوخ ته HBCD یا هکزابرومو کلوډیکان (Hexabromocyclododecane)هم وايي .


6. د عایق یو شمیر نورډولونه .
د پورته عایق موادو سربیره نور ماد هم شته چې د عایق په توګه کاریږي لکه میږو وړۍ ،پمبه او بوس(straw) .
د عایق بیلابیل شکلونه وجود لري چې هر یو یې بیا خپل خپل خصوصیات لري .نظر خصوصیاتو ته موندل کیدای شي چې کوم یو د کوم ضرورت لپاره غوره دی .دلته یوه لنډه کتنه کوو :
1) ایروجل ترټولو قیمتي مګر په ورته وخت کې ترټولو ښه ډول دی.
2) د فیبر ښیښه ترټولو ارزانه دی مګر سمبالول او لګول یې پوره احتیاط غواړي .
3) منرالي وړۍ موثره ده مګر د اور مقاومت نشي کولی .
4) حجروي د اور ضد ،چاپیریال سره برابره او موثره ده خو کارول یې سخت دی .
5) پولي یوریتان ښه عایق تولید دی مګر ستونزه داده چې چاپیریال سره سمون نه خوري .
6) پولي ایسترین یومتنوع عایق ماده خو ستونزه داده چې خوندیتوب یې ډاډمند نه دی .
د عایق موادو د تشریح وړ خصوصیات: Desirable characteristics for insulation materials
حرارتي هدایت . Thermal conductivity
ښه عایق مواد هغه دي چې ترټولوټیټ حرارتي هدایت قابلیت ولري ،څو د تودوخې د لیږد ټول ضریب مقدار راکم کړي .داسې به لږو عایق موادو ته ضرورت وي .وچ او متراکم ګاز هم یو له عایقونو شمیرل کیږي .د عایق په موادو کې د عایق خاصیت په موادو کې دننه ګاز او ګاز د پاکټونو په مالومولو سره پیداکیږي .څومره چې د موادو د حجرو شمیر زیات او سایز یې کم وي هومره به د موادو حرارتي هدایت (conductivity)کم وي .دا حجرې باید یوله بله سره نښتې نه وي ځکه په هغې حالت کې تودوخې لیږد(convection of heat) ته اجازه ورکوي .
لمدبل -تبخیر نفوذ قابلیت : Moisture-vapour permeability
ترټولو ښه عایق مواد باید د لمدبل -تبخیر د نفوذ ټیټ قابلیت ولري .په دې سره به د اوبو جذب کم شي .د موادو تراکم او رژیدل به کم شي .
مقاومت / نصبول . Resistance/installation features
عایق مواد د اوبو،محلولونو او کیمیاوي موادو ضد وي .دا مواد باید دوامداره وي او خپل د عایق والي خاصیت زر له لاسه ورنه کړي .عایق مواد باید په اسانه نصب شي ،کم وزن ولري او په اسانه سمبال شي .د عایق موادو د نصبولو لپاره باید عادي وسایل وکارول شي .عایق مواد باید نه بوی ورکړي او نه هم بوی جذب کړي .
د خوندیتوب تګلاره : Safety features
عایق مواد باید نه شغله ورکونکي وي او نه هم چادونکي وي .کله چې عایق مواد سوزي ،نو ترلاسه شوي محصول یې باید زهري خواص ونه لري .
د تودوخې د لیږد شکلونه : Heat transmission modes
دا مهمه ده چې پوه تودوخه کوټې ته څنګه دننه کیږي .تودوخه د هدایت ،حرارتي لیږد او تشعشع له لاري او یاهم ددې واړو له یوځای کیدو انتقالیږي .همیش تودوخه له ګرم محیط څخه سوړ محیط ته انتقالیږي .که د عایق دننه برخه یا کوټه سړه وي نبست دباندې محیط ته نو له کوټې څخه سړه دباندې راوځي .څومره چې د کوټې دننه او دباندې د تودوخې توپیر زیات وي هومره به یې د لیږد جریان تیز وي .
هدایت : Conduction
په دې شکل کې ،تودوخه له جامد ،مایع او یا ګاز څخه په موادو کې له یومالیکول څخه بل مالیکول ته تیریږي .د تودوخې د هدایت لپاره دا ضرور ده چې د ذراتو ترمنځ فزیکي تماس او د تودوخې توپیر وي .نو حرارتي هدایت د تودوخې د جریان د چټکتیا اندازه کول دي له یوې ذرې نه بلې ذرې ته .
حرارتي انتقال : Convection
په دې شکل کې تودوخه هغه وخت انتقال کوي کله چې ګرمه شوې د هوا /ګاز او یا مایع له یوځای بل ځای ته حرکت کوي او تودوخه هم ځان سره لیږوي .د تودوخې د لیږد مقدار د حرکت کوونکو مایع ،ګاز په تودوخې او جریان مقدار پورې اړه لري ..
تشعشع : Radiation
تودوخه د رڼا په شکل ،شعاع او نورو برقي څپو په بڼه انتقالیږي ،دا انرژي له ګرم وجود پیل کیږي او یوآځي له شفاف محیط څخه مکمل تیریدای شي ،اتوموسفیر ،ښیښه او راڼه مواد په کافي اندازه تودوخه تیروي .
د تودوخې انرژې: Heat energy
یو کیلو کالوري 1 kcal هغه مقدار تودوخه یا انرژي ده چې د یو کیلوګرام اوبو تودوخه تر یو سانتي ګرید پورې پورته کړي .په SI سیستم کې د انرژۍ واحد ژول دی .یو کیلوکالوري تقریبا مساوي ده له 4.18 kJ سره .یو بل واحد هم ورته کاریږي چې Btu بلل کیږي .
حرارتي هدایت : Thermal conductivity
که په ساده ډول یې تعریف کړو و د موادو هغه ظرفیت دی چې د هغې له کتلې څخه تودوخې ته هدایت ورکوي .ټول عایق مواد او نور مواد هدایت خپل خپل قیمتونه لري چې له مخې یې د عایق والي موثریت پیداکیوي .هغه مقدار انرژې یا تودوخه ده چې په واحد د وخت کې د موادو د واحد پیړوالي په واحد مساحت کې انتقال شي کله چې دتودوخې توپیر موجود وي .حرارتي هدایت په kcal m-1 °C-1, Btu ft-1 °F-1 سره او دواټ په سیستم کې (W) m-1 °C-1 سره ښودل کیږي.

د سیخبندۍ 10-تخنیکي اصطلاحات چې باید یو ساختماني سوپر وایزر پرې پوی وي.د ساختماني سوپروایزر مسؤلیت ډېر زیات دی. د کار کی...
07/02/2024

د سیخبندۍ 10-تخنیکي اصطلاحات چې باید یو ساختماني سوپر وایزر پرې پوی وي.

د ساختماني سوپروایزر مسؤلیت ډېر زیات دی. د کار کیفیت په زیاته اندازه د ساحې سوپروایزر په کړنو پورې تړلی دی، نو د پروژې په کیفیت کې د هغې رول ډېر مهم دی. یو سوپروایزر باید کافي تخنیکي پوهه ولري، تر څو د ساختمان د کیفیت څخه اطمنان حاصل شي.
نوموړي اصطلاحات په لاندې ډول تشریح کوو.

۱- د سیخانو لپاره د کانکرېټ پوښ: چې موږ معمولاً خالص پوښ(clear cover) ورته وایو. خالص پوښ د سیخ د سطحې او د کانکرېټي عنصر تر ټولو نږدې حارجې سطحې ترمنځ فاصلې څخه عبارت ده. د کانکرېټ پوښ د کانکرېټي عنصر د اندازې او موقعیت تابع دی.

۱- ژور تهداب (pile) = 75mm
۲- د پایل کېپ(pile cap) = 75mm
۳- د تهداب(سپل) = 75mm
۴- د ځمکې سطحې څخه لاندې پایه = 65mm
۵- د ځمکې سطحې څخه پورته پایه = 40mm
۶- د شئیر دیوال لپاره چې د ځمکې سطحې څخه لاندې وي = 65mm
۷- د شئیر دیوال لپاره چې د ځمکې سطحې څخه پورته وي = 40mm
۸- د بیم لپاره چې د ځمکې سطحې څخه لاندې وي = 65mm
۹- د بیم لپاره چې د ځمکې سطحې څخه پورته وي = 40mm
۱۰- د سلب لپاره چې د ځمکې سطحې څخه لاندې وي = 50mm
۱۱- ۱۰- د سلب لپاره چې د ځمکې سطحې څخه پورته وي = 20mm
۱۲- د زینې لپاره = 20mm
۱۳- استنادي دیوال = د خاورې طرف 40mm او مخالف طرف 25mm
۱۴- د دروازو یا کړکیو سرطاق(lintle) = 20mm
۱۵- د لمر مانع(sunshade) = 20mm

۲ #- د ګژدمک(stirrup) د چنګک(hook) اوږدوالی: د ګژدمک د چنګک د اوږدوالي محاسبې لپاره فارمول= 6D دی، چې D د ګژدمک د سیخ قطر دی. خو باید د 3 انچ یا د 7.62cm څخه کم نه وي.

#۳- په بیم کې د طولي سیخانو چنګک(hook): د طولي سیخانو په دواړو پای برخو کې چنګکونه توصیه کیږي. د چنګک اوږدوالی باید د 12D څخه کوچنی نشي؛ D د طولي سیخ قطر دی.

۴ #- دسلب د پورتنیو سیخانو چنګک: د سلب د پورتنیو سیخانو چنګک اږودوالی باید د 12D څخه کوچنی نشي.

۵ #- د پایې د عمودي سیخانو قات(bend) کول: د پایې عمودي سیخانو ته د پایې طولي سیخان هم وایي. د سیخانو قات کول د پایې په یو انجام کې صورت نیسي، د سیخانو قات کول یې په 90⁰ درجو چې اوږدوالی یې د 18 انچو یا د 450mm څخه کم نه وي؛ صورت نیسي.

۶ #- د کنسولي عنصر د نیونې(anchorage) اوږدوالی: د اوسپنیز کانکرېټي کنسولي عنصر د اساسی سیخانو د نیونې اوږدوالی باید د 69D څخه کم نه وي، D د سیخ قطر دی.

۷ #- د ګژدمکونو د چنګک زاویه: د ګژدمک د چنګک زاویه 135⁰ ده.

۸ #- قات شوي سیخان: قات شوي سیخان د سلب او بیم اتکاء ته نږدې توصیه کیږی.

۹ #- لومړی ګژدمک ځای پر ځای کول: لومړی ګژدمک اتکاء څخه د 5mm په اندازه ځای پر ځای کیږي.

۱۰ #- د سیخ د یوې خدې معیاري اوږدوالی: د رخداره سیخ د یوې خدې معیاري اوږدوالی 11.7m دی.

۱۰ هغه ځانګړتیاوې چې په درلودلو یې تاسو یو ښه  انجینر ګڼل کیدای شئ.۱- د ساختماني موادو ټیستونه Tests of Building Materia...
06/02/2024

۱۰ هغه ځانګړتیاوې چې په درلودلو یې تاسو یو ښه انجینر ګڼل کیدای شئ.

۱- د ساختماني موادو ټیستونه Tests of Building Materials:
يو ښه انجینر باید د ساختماني موادو د مهمو ټیسټونو په اړه پوهه او د تر سره کولو قابلیت یې ولري. چې ځینې د دغو ټیسټونو څخه په لاندې ډول دي.

د کانکرېټو ټیسټونه Concrete Tests:
Slump test, compression test, split tensile test, soundness etc.

د خاورو ټیسټونه Soil Tests:
Core cutter test, compaction test, sand replacement test, triaxial test, consolidation test etc.

د قیر ټیسونه Bitumen Tests:
Ductility test, softening point test, gravity test, pe*******on test etc.

۲- د ساختماني ساحې آزمایښت Investigation of Soil:
مخکې لدې چې ساختمانې چارې شروع او یوه ساحه د ساختمان جوړونې لپاره مساعده وګڼل شي نو د خاورو په ظرفیت او مقاومت باندې یو تعداد آزمایښتونه ترسره کېږي. نو یو سیول انجینر باید د هغو ټیسټونو په اړه چې په خاورو سرته رسېږي لازمه پوهه ولري.

۳- د سروې د تجهیزاتو استعمال Uses of Surveying Instruments:
د سروې په تجهیزاتو او وسایلو لکه Level Machine, Total Station, GPS او نورو باندې د یو سیول انجینر لپاره پوهیدل او استفاده یو ضروري امر دی.

۴- هغه ستندرد کوډونه چې په ساختماني صنعت کې استعمالېږي Standard Codes Using in Construction:
ټول هیوادونه د ساختماني چارو د با کیفیته پرمخ اوړلو لپاره کوډ او قواعد لري لکه ACI, IS, ABC. چې ټول نوي ساختمانونه باید د دغو قواعدو او پروسو په رڼا کې کوم چې په مربوطه کوډونو کې ځای پر ځای شوېدي ورغول شي، او که د کوډ د قواعدو او پروسو څخه سرغړونه وشي نو د پروژې د ناکامېدو چانسونه ډېر زیات وي.

۵- بار بینډینګ شیډیول(سکیجول) Bar Bending Schedule:
بار بینډینګ شیډیول د سیول انجینرانو لپاره یو له اساسي چارټونو څخه دی. چې پدې کې د RC بیمونو اړوند ټول د سیخانو محاسبات لکه Cutting Length, Type of Bending, the length of Bending او نور شتون لري.

۶- ډروانیګ او ډیزاین Drawing and Design:
ډراوینګ او ډیزاین د روانو یا جاري پروژو لپاره یو له مهمو منابعو څخه دي. چې پدې کې د پروژې اړوند ټول موارد په پوره تفصیل سره مشاهده کیدای شي. هر ساحوي انجینر باید ددغو ډراونیګونو او ډیزاینونو د لوستلو او تحلیل صلاحیت ولري.

۷- براورد او بیلونه Estimation and Bills:
بروارد او بیلونه هم معمولاً د ساختماني پروژو لپاره د سیول انجینرانو لخوا جوړېږي.

۸- د کیفیت کنټرول Quality Control:
د کیفیت د کنټرول په تطبیق سره د پروژې د اضافي مصارفو مخنیوی کیدای شي چې په نتیجه کې د پروژې ګټه ډېرېږي.

۹- د ساحې مدیریت On Field Management:
سیول انجینر باید د قالبونو، کانکرېټ اچونې، Safety او بعضې نورو ساحوي مواردو او پروسو په اړوند کافي پوهه او تجربه ولري.

۱۰- د کاریګرو سره هماهنګي Coordination With Labors:
د سیول انجینر په حیث باید موږ پوه شو چې څنګه په ساحو کې د کاریګرو سره رویه وکړو تر څو پخپلو کارې ساحو کې د ډسپلین او کاري نظم په ساتلو د پروژو کیفیت لوړ کړو.

د دغو پورته ذکر شویو مواردو او نقاطو په نظر کې نیولو سره کیدای شي چې تاسو یو ښه انجینر حساب شئ.
عصمت ظاهر

د پايو مرکزي کول تر حده زياته تيروتنه ده
22/12/2023

د پايو مرکزي کول
تر حده زياته تيروتنه ده

فولادي ميش (ويلډينګ جالۍ) استعمال او ځانګړتياوېلومړۍ پيژندنه: دا يو ډول فولادي تار يا سيخان دي کوم چې د بريښنا په واسطه ...
22/12/2023

فولادي ميش (ويلډينګ جالۍ) استعمال او ځانګړتياوې
لومړۍ پيژندنه: دا يو ډول فولادي تار يا سيخان دي کوم چې د بريښنا په واسطه په °90 درجې زاويه کې په مختلفو فاصلو يو له بل سره ويلډ کيږي.
دا د مصنوعي میش لیک کیدو، ضعیف بانډ، بانډ خطا کيدو او ساختمان جيری څخه مخنیوی کوي. فولادي ميش لوی سختوالی، غوره لچک، یونیفورم، دقیقه فاصله او د لوړ ویلډینګ نقطه يي ځواک (کلکوالی) لري. په دې توګې سره د پروژې کیفیت خورا ښه کوي.
دا په بازار کې د رولونو يا پليټونو په ډول سره پيدا کيږي او په مختلف ابعادو او اندازو کې شتون لري.
لکه: 8mm, 7mm, 6mm, 5mm
دوهم استعمال:
1_ سلبونو په تقويه کولو يا بيارغولو کې
2_ د استنادي دېوالونو په تقويه کولو يا بيارغولو کې
3_ کانکریټي فرشونو په تقويه کولو يا بيارغولو کې
4_ او په تونل کې د مرستندويه لينک په توګه کارول کیږي
دريم ځانګړتيا:
1_ د تطبیق اسانتيا، ويلډينګ جالۍ چې د فابريکې څخه عرض کيږي، نو د سيخانو د پری کولو او نصبولو وخت خوندي کوي.
2_ د ویلډینګ جال د لاسي تړل شوي جال په پرتله ٪75 څخه ډير کم درز يا کريک کوي.
3_ د ساختماني پروسې په جریان کې، د مصنوعي جوړښت غیر ضروري لګښت یې خورا کم کړی.
4_ د ساختمان د جوړولو موده لنډه وي.
5_ د ويلډينګ جالۍ کارول ساده او اسانه وي.
6_ ويلډينګ جالۍ د ليږد په وخت کې اسانه انتقاليږي.

کانکريټو درملنهد کانکریټو د لوند ساتلو لپاره د بعضو کانکریټي عنصرو څخه بوجې تاويږي او يا پری اچول کيږي، ترڅو په کانکريټو...
18/12/2023

کانکريټو درملنه
د کانکریټو د لوند ساتلو لپاره د بعضو کانکریټي عنصرو څخه بوجې تاويږي او يا پری اچول کيږي، ترڅو په کانکريټو کې رطوبت وساتل شي، او د اوبو د تبخير مخنيوی وشي. کوم چې له امله يې کانکریټ لوړ مقاومت ترلاسه کوي.

تر ټولو غوره حرارتي عایق مواد چې په ساختمان کې د حرارت د کنټرول لپاره کارول کيږي.
10/12/2023

تر ټولو غوره حرارتي عایق مواد چې په ساختمان کې د حرارت د کنټرول لپاره کارول کيږي.

Address

Ring Road
Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Engineering Information posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share