25/03/2025
رتنګ (Rutting) د سړک په سطحه کې هغه ژوروالي یا ویالو ته ویل کېږي چې د وسایطو د تکراري تګ راتګ له امله رامنځته کېږي. دا ستونزه په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې راځي چې ټرافیک بار یې زیات وي.
د رتنګ اساسي علتونه:
1. کمزوری فرعي قشر: د سړک لاندې خاورین قشر (subgrade) کمزوری وي، نو د بار له اثره سرک ناسته کوي.
2. غیر معیاري اسفالت: که اسفالت ډیر نرم یا غیر معیاري وي، د حرارت او بار له امله خرابېږي.
3. زیات ټرافیک: درانه وسایط د سړک سطحه باندې زیات فشار واردوي، چې رتنګ رامنځته کوي.
4. خراب کمپکشن: که قشرونه سم کمپکت نه شي، رتنګ رامنځته کېږي.
5. اقلیمي عوامل: لوړه تودوخه، باران او اوبه کولی شي د اسفالت موادو کمزوري کړي.
د رتنګ مخنیوي لارې: ✔ د قشرونو مناسب کمپکشن او تقویه
✔ د لوړ کیفیت لرونکي اسفالتي موادو استعمال
✔ د درنو وسایطو بار محدودول
✔ د اوبو ایستنې سیسټم جوړول
✔ د سړک منظمه ساتنه
په هیواد کې د رتنګ ستونزه:
زموږ په هیواد کې د رتنګ ستونزه زیاتره په هغو سړکونو کې لیدل کېږي چې د ټرافیک بار یې لوړ دی. د کمزوري فرعي قشرونو، نامناسب اسفالت او د اقلیمي شرایطو له امله، دغه ستونزه په ځینو سیمو کې جدي ده. د رتنګ مخنیوي لپاره د معیاري موادو کارول او د سړکونو په ښه توګه ساتنه او ترمیم اړین دي.