30/08/2026
الحمدلله! یوه بله مسلکي لاسته راوړنه 🛣️
په کندهار صنعتي پارک کې د دې سړک سروې او ډیزاین ما او زما قدرمنو همکارانو په ګډه ترسره کړی و.
ډېر خوښ یم چې نن یې د عملي کارونو د پیل شاهدان یو. د یوې پروژې له سروې او ډیزاین څخه تر عملي کېدو پورې د هغې تعقیب، راته د مسلکي هڅو یوه ارزښتناکه پایله ده.
هیله ده دا پروژه په ښه کیفیت او معیار سره بشپړه شي او د کندهار صنعتي پارک د لا پرمختګ لپاره ګټوره تمامه شي.
الحمدلله، خپل ډیزاین په عملي بڼه لیدل واقعاً د خوښۍ او ویاړ ځای دی.