04/09/2026
کله چې غریب شوې.
• ځان یواځې وشمېره.
• له هېچا څخه مشر نه یې ان که د سلو کالو هم وې.
• له هېچا د احترام هیله مه لره؛ ان که د اولاد هم وي.
• که پوهېږې هم چپ شه؛ ځکه تا د سروزرو حنجره له لاسه ورکړې د خاورینې حنجرې خبرې ارزښت نه لري.
• معتبرو ځایونو ته مه ځه مادیات پرسته خلک زیات شوي سپک کېږې.
• د هېچا سره مجلس مه اوږده وه ځکه ستا خبرې خوږې نه لږیږي.
• غریب د جامعې د اوږو بار ده خپل حقوق مه غواړه چې اسمان ته د کاڼو ویشتل دي ستړی به شې خو حاصل نه لري.
• ته پخپله لیرېوالی غوره کړه ځکه که نور د لیرې کړي په زړه دې داغ پاته کیږي.
• په زور خندا هم مه کوه ځکه ستا د خندا شاته درد وي ډېر ورته متوجې کېږي او خوند ترې اخلي دلته د ټپونو د ملهم څوک نشته خو په ټپونو د مالګې اچولو واله شمار نه کېږي.
• د هېچا پوښتنه مه کوه ځکه ستا احوال پرسي ته نور د عزت په سترګه نه بلکې، ستا د مجبوریت په سترګه ګوري.
عکس دتوجه لپاره
کاپي