27/05/2026
مینه ، سلامونه او ښې چارې !
تاسې او ستاسو درنې کورنۍ ته د نېکمرغه لوی اختر د رارسیدو له امله د زړه له تله مبارکي وایم او دا بختورې ورځې درته لاپسې بختورې، تودې، خوږې او له خوښیو او نیکمرغۍ ډکې غواړم!
هیله لرم چې سږنی اختر په ګران او جنګځپلي هېواد کې د خوښۍ، مینې، سولې، سوکالۍ او نیکمرغۍ پیلامه وي, ستاسو د سرلوړي، هوسا، سوکاله او نیکمرغه ژوند په هیله
الله مو تل تاند، ځلاند او د ژوند په چارو کې بریالي او برلاسي لره.
په ډېره مینه او درنښت!
انجنیر محمد اسحاق (انصاري)