Mukhtar Ahmadi Engineering Services & Survey Center

Mukhtar Ahmadi Engineering Services & Survey Center Our Services:
1. Architectural and Structural Design of All Kinds of Buildings.
2. Construction of All Kinds of Buildings.
3. Trainings.

Estimation and Costing of All Kinds of Projects.
4. Roads, Dams, Canals, Checkdams and Towns Surveying and Design.
5.

د کانکریټو لړزونه څه شی ده؟What is Concrete Vibration د کانکریټو لړزونه یو پروسه ده چې ددې په جریان کې د کانکريټو مقاومت...
09/03/2026

د کانکریټو لړزونه څه شی ده؟What is Concrete Vibration
د کانکریټو لړزونه یو پروسه ده چې ددې په جریان کې د کانکريټو مقاومت او دوام ډېریږي. کله چې کانکریت جوړ شي او پخپل ځای کې واچوول شي نو کانکریټ نیمه مایع حالت کې وي چې په کانکريټو کې د هوا پوکاڼۍ موجودې وي ددی لپار چې د هوا دا پوکاڼۍ د کانکریټو څخه وباسو او کانکریټ تخته شي نو مونږ کانکريټو ته لړزه ورکوو.
که چیرته مونږ د کانکريټو څخه د هوا پوکاڼۍ و نه باسو نو د کانکریټو په مقاومت او دوام باندې منفي تاثیر غورځوي او کله نا کله د د کانکريټو ناکامۍ لامل هم ګرځي.
کانکریټو ته لړزه ورکونکي ډولونهTypes of Vi*****rs
1. ډوبېدونکي لړزه ورکونکیImmersion Vi****or
ډوبېدونکي لړزه ورکونکي د داخلي لړزه ورکونکي په نوم هم یادیږي چې دا ډول لړزه ورکونکي د برق په اساس کار کوي او کانکريټو کې ډوبيږي چې کانکريټو ته له داخل نه لړزه ورکوي.
دا ډول لړزه ورکوونکي معولا د ژورو عناصرو لړزې لپاره کاورل کيږي لکه بیم، پایه او نور
2. سطحې لړزه ورکونکيSurface Vi****or
سطحې لړزه ورکونکي چې د خارجي لړزه ورکونکي په نوم هم یادیږي معمولا د کانکریټو په سطحه باندې ایښودل کیږي او کانکريټو ته پورته خوا نه لړزه ورکوي.
سطحې لړزه ورکوونکي معولا د سطحې عناصرو لړزې لپاره کارول کیږي کله سلب، سرک، پیاده رو او داسې نور
3. فورم لړزه ورکوونکيForm or Table Vi****or
فورم لړزه ورکوونکي د میز لړزه ورکوونکي په نوم هم یادیږي چې معولا د لویو ساختماني عناصر لپاره کارول کیږي.
میز لړزه ورکوونکي د کانکریټي عنصر لاندې ایښودل کیږي او کله چې کانکریټي عنصر د کانکریټو څخه ډک شو بیا لړزه ورکول کیږي ترڅو کانکريت څخه هوا ووځې او کانکريټ ښه تخته شي.
میز لړزه ورکوونکي معولا د مخکې نه جوړ شوي کانکريټي عناصر لپاره کارول کیږي.
هغه ستونزې چې کانکريټو ته لړزه ورکول په وخت کې رامنځته کیږي
1. نیمګړی تخته کاريIncomplete Compaction
که چیرته کانکریټ په کامل ډول سره تخته نشي نو په کانکريټو کې د هوا پو کاڼۍ او خالیګاوې رامنځته کیږي چې د وخت په تېرېدو سره کانکريټ کمزوری کیږي. ددی مشکل د حل لپاره لړزه ورکوونکی باید په کانکریټو کې ژور ښکته شي او په قرار ډول سره حرکت ورکړل شي.
2. زیاته تخته کاريOver compaction
کله چې لړزه ورکونکی په یو ساحه کې د ډېر وخت لپاره پرېښودل شي نو ددی له امله کانکريټ ډير کلک شي بیا پکې درزونه رامنځته کیږي او یا هم نور مشکلات.
3. جلا والیSegregation
4. کله چې د کانکریټو درنې برخې لکه شګه او کرش د عنصر په لاندېنۍ برخه کې کیني او اوبه او شیره پورته وخیژي نو کانکریټ په غیر منظم ډول سره ګډوډیږي چې په نتیجه کې ټول عنصر کمزوری کیږي. ددی لپاره چې په کانکریټو کې د جلاوالي مخنیوی وکړل لړزه ورکونکی باید په منظم ډول سره کانکري کې خښ کړل شوي او مناسب وخت لپاره یوه ساحه کې پرېښودل شي.
5. سطحې شلیدلSurface Blemishes
کله چې لړزه ورکونکی په منظم ډول سره په ټوله سطحه باندې و نه کارول شي او یا هم په یوه ساحه کې ډير وکارول شي نو بیا د کانکريټو د سطحې شلیدنه رامنځته کیږي.
6. میخانیکي تخریبMechanical Damage
کله چې لړزه ورکونکی قالب ته نږې او یا هم په قوت سره وکارول شي نو پدې صورت کې د قالب تخریت باعث ګرځې. لړزه ورکونکی باید په پوره احتیاط سره وکارول شي ترڅو د قالب د تخریب باعث ونه ګرځي.
لړزه ورکونکی باید په کوم وخت کې وکارول شی؟
کله چې کانکريټ په خپل ټاکل شوي ځای واچول شي او نیمه مایع یا پلاستي حالت کې وی باید لړزه ورکونکي په همدې وخت کې په منظم ډول سره و کارول شي.
څومره وخت لپاره باېد لړزه ورکونکی وکارول شي؟
لړزه ورکونکی باید په هر ساحه کې د ۵ نه تر ۱۵ ثاینو پورې وکارو شي.
نظر کانکريټ حالت ته په کتو د لړزه ورکونکي وخت هم فرق کوي.

www.tiktok.com/.engineering.se

#مختار احمدي د انجنیر او ساختماني چارو یو باوري ټیم
د اړیکې شمېره:
0782899662
ادرس:
جلال آباد ښار هندوانو درمسال شمال لورې ته فایز حیدري پلازه دریم منزل

مختار احمدي انجنیري خدمتونه او سروې سنټر د یو پیاوړي او مسلکي انجنیري ټیم په درلودلو سره خپلو ګرانو هېوادوالو ته لاندې خ...
07/03/2026

مختار احمدي انجنیري خدمتونه او سروې سنټر د یو پیاوړي او مسلکي انجنیري ټیم په درلودلو سره خپلو ګرانو هېوادوالو ته لاندې خدمات وړاندې کوي:
✅ ‌‌‌د تجارتي، رهایشي او عام المنفعه ودانیو مهندسي او ساختماني ډیزاین
✅د ودانیو جوړونه
✅ د پروژو لپار موادو او قیمتونو محاسبه کول
✅د پروژو تطبیق او نظارت
✅ د ودانیو لپاره انیمېشن او 3D نماګانو جوړول
✅د سرکونو سروې کول او ډیزاین کول
✅ د زراعتي، تجارتي او رهایشي ځمکو اندازه کول او تقسیمول.........................................................................

www.tiktok.com/.engineering.se

🏢ادرس: د جلال آباد ښار د هندوانو درمسال شمال لوري ته فایز حیدري پلازه دریم منزل
د لا زیاتو مالوماتو لپاره په لاندې شمیرو سره اړیکه ونیسئ
0782899662/078673116

ځانګړې وړیا سیمېنار!مختار احمدي انجنیري خدمتونه او سروې سنټر په پام کې لري چې د انجنیر  صاحب نجیب الله نجیب په همکارۍ د ...
05/03/2026

ځانګړې وړیا سیمېنار!

مختار احمدي انجنیري خدمتونه او سروې سنټر په پام کې لري چې د انجنیر صاحب نجیب الله نجیب په همکارۍ د انجنیر صاحبانو ظرفیت لوړونې په پار څلور ورځینی سیمېنار په لاندې موضوعاتو پیل کړي:

۱. د مربعي شکله اوبو ذخېرې کانکریټي ډیزاین
۲. د دایروي شکله اوبو ذخېرې کانکریټي ډیزاین
۳. د سلب پلچک کانکريټي ډیزاین

د پېل نېټه: د مارچ اوومه راتلونکې شنبه
وخت: ماسپخین دوه بجې

د اړیکې شمېره:
0782899662
ادرس: جلال آباد ښار هندوانو درمسال شمال لورې ته فایز حیدري پلازه دریم منزل

نهمه دوره فراغت🎓🌹🍀د لېنډ سروې په نهمه دوره فراغت کې مونږ اته تنه ځوان او بااستعداده انجنیر صاحبان د ۴۵ ورځیني  نظري او ع...
02/03/2026

نهمه دوره فراغت🎓🌹🍀

د لېنډ سروې په نهمه دوره فراغت کې مونږ اته تنه ځوان او بااستعداده انجنیر صاحبان د ۴۵ ورځیني نظري او عملي تدریس او روزنې څخه وروسته فارغ کړل.
نوموړو انجنیر صاحبانو ته لېنډ سروې په برخه کې مختلف موضوعات په عملي او نظري ډول تدریس شول.

#مختار احمدي انجنیري خدمتونه او سروې سنټر د انجنیري زده کړو یو باوري مرکز.

www.tiktok.com/.engineering.se

د اړیکې شمېره:
0782899662
ادرس:
جلال آباد ښار هندوانو درمسال شمال لورې ته فایز حیدري پلازه دریم منزل

که غواړئ چې کورونه مو ښکلي، قوي، پایدره او د نوي عصر د غوښتنو مطابق  جوړ شي  نو مونږ د یو پیاوړي او مسلکي ټیم په درلودلو...
19/02/2026

که غواړئ چې کورونه مو ښکلي، قوي، پایدره او د نوي عصر د غوښتنو مطابق جوړ شي نو مونږ د یو پیاوړي او مسلکي ټیم په درلودلو سره ستاسې دا هیله پوره کوو.

د مالوماتو لپاره په لاندې شمېره اړیکه ونیسئ:
0782899662

ادرس: جلال آباد ښار هندوانو درمسال شمال لورې ته فایز حیدري پلازه دریم منزل.

اتمې دورې فراغت🎓الحمدالله مونږ د خپلې لېنډ سروې په اتمې دورې کې ۸ تنه ځوان انجنیر صاحبان لېنډ سروې په شمول په یو شمېر نو...
11/02/2026

اتمې دورې فراغت🎓

الحمدالله مونږ د خپلې لېنډ سروې په اتمې دورې کې ۸ تنه ځوان انجنیر صاحبان لېنډ سروې په شمول په یو شمېر نورو برخو کې د ۴۵ ورځیني نظري او عملي روزنې څخه وروسته ټولنې ته وړاندې کړل.

یادونه:
شنبې ورځ ماسپخین درې بجې د سروې نوی کلاس شروع کېږي.

#مختار احمدي انجنیري خدمتونه او سروې سنټر د انجنیري زده کړو یو باوري مرکز.

www.tiktok.com/.engineering.se

د لا ډېرو مالوماتو لپاره په لاندې شمیره اړیکه ونیسئ.
0782899662

ادرس:
جلال آباد ښار هندوانو درمسال شمال لورې ته فایز حیدري پلازه دریم منزل

مونږ…!!چې په څه پوهېږو ، په پوره ایماندارۍ، صداقت او اخلاص سره خپلو زده کوونکو ته انتقالوو.نن مو خپلو قدرمنو انجنیر صاحب...
10/02/2026

مونږ…!!
چې په څه پوهېږو ، په پوره ایماندارۍ، صداقت او اخلاص سره خپلو زده کوونکو ته انتقالوو.

نن مو خپلو قدرمنو انجنیر صاحبانو ته په ساحه کې د سلب سیخبندۍ اړوند مهم موضوعات توضیح او تشریح کړل.

#مختار احمدي انجنیري خدمتونه او سروې سنټر د انجنیري زده کړو باوري مرکز.

www.tiktok.com/.engineering.se

د اړیکې شمیره:
0782899662

ادرس: د جلال آباد ښار هندوانو درمسال شمال لورې ته فایز حیدري پلازه دریم منزل

رمضاني ټولګی د 35 % تخفیف سره📢د روژې مبارکې میاشت په خاطر د لېنډ سروې نوی ټولګی د ۳۵  فیصده تخفیف سره پیلیږي. هغه انجنیر...
09/02/2026

رمضاني ټولګی د 35 % تخفیف سره📢

د روژې مبارکې میاشت په خاطر د لېنډ سروې نوی ټولګی د ۳۵ فیصده تخفیف سره پیلیږي. هغه انجنیر صاحبان چې غواړي لېنډ سروې په مسلکي او عملي ډول سره زده کړي کولایشي په دې ټولګي کې ګډون وکړي.

📆د پېل نېټه: فبرورۍ ۱۴ راتلونکې شنبه
⏰وخت: ماسپخین درې بجې.
📝 ۴۵ ورځې

#مختار احمدي د انجنیري زده کړو باوري ورکز.

www.tiktok.com/.engineering.se

📝نوملیکنه روانه ده.

📞د لا ډېرو مالوماتو لپاره په لاندې شمیره اړیکه ونیسئ:
0782899662

🏢ادرس: د هندوانو درمسال شمال لورې ته فایز حیدري پلازه دریم منزل.

مونږ…☺️د کمیت پر ځای پر کیفیت، خبرو پر ځای  پر عمل او رقابت پر ځای پر معیار کار کوو.🤓نن  محترمو انجنیر صاحبانو ته په ساح...
03/02/2026

مونږ…☺️

د کمیت پر ځای پر کیفیت، خبرو پر ځای پر عمل او رقابت پر ځای پر معیار کار کوو.🤓

نن محترمو انجنیر صاحبانو ته په ساحه کې مهم موضوعات بحث شول. ✌️

#مختار احمدي انجنیري خدمتونه او سروې سنټر د انجنیري زده کړو یو باوري او مسلکي ادرس😍

د اړیکې شمېره:

0782899662
🏢آدرس:
جلال آباد ښار هندوانو درمسال شمال لورې ته فایز حیدري پلازه دریم منزل

موقعیت: جلال آباد ښار -شپږمه ناحیه -دولت زو فامیليودانۍ ډول: رهایشيمالک: انجنیر عبدالمالک صافیپلان مساحت: ۲۳۵.۱۲۵ متر مر...
28/01/2026

موقعیت: جلال آباد ښار -شپږمه ناحیه -دولت زو فامیلي
ودانۍ ډول: رهایشي
مالک: انجنیر عبدالمالک صافی
پلان مساحت: ۲۳۵.۱۲۵ متر مربع
مهندیسي ډیزاین: مختار احمدي مهندیسي ټیم

www.tiktok.com/.engineering.se

توجو📝
که غواړئ چې هر ډول ودانۍ مو د نوي عصر د غوښتنو مطابق طرحه او ډیزاین شي، نو مختار احمدي مهندیسي او ساختماني شرکت د یو پیاوړي او مسلکي انجنیري ټیم په درلودلو سره ستاسې خوبونه په حقیقت بدلوي.

📞د لا ډېرو مالوماتو لپاره په لاندې شمېره اړیکه ونیسئ:
0782899662
🏢ادرس:
جلال آباد ښار هندانو درمسال شمال لورې ته فایز حیدري پلازه دریم منزل.

مونږ د غوره کیفیت، اخلاص او پوره توجو په درلودلو سره تاسې ته انجنیري زده کړې په مسلکي ډول سره در رسو.📝که غواړئ چې مختلف ...
26/01/2026

مونږ د غوره کیفیت، اخلاص او پوره توجو په درلودلو سره تاسې ته انجنیري زده کړې په مسلکي ډول سره در رسو.

📝که غواړئ چې مختلف انجنیري مضامین په مسلکې ډول سره زده کړئ نو مختار احمدي انجنیري خدمتونه او سروې سنټر انتخاب کړئ.

📞د اړیکې شمېره:
0782899662

🏢ادرس: جلال آباد ښار هندوانو درمسال شمال لورې ته فایز حیدري پلازه دریم منزل.

آیا غواړئ چې لېنډ سروې په مسلکي او عملي ډول سره زده کړئ؟که ځواب مو هو وي…!نو راځئ..!راتلونکې  شنبې ورځ د ماسپخین په ۲ او...
08/11/2025

آیا غواړئ چې لېنډ سروې په مسلکي او عملي ډول سره زده کړئ؟
که ځواب مو هو وي…!
نو راځئ..!
راتلونکې شنبې ورځ د ماسپخین په ۲ او ۳ بجو کې د لېنډ سروې نوي کلاسونه شروع کېږي ګډون پکې وکړئ.

د ثبت نام لپاره په لاندې شمېره اړیکه ونیسئ:
0782899662

ادرس: جلال آباد ښار هندوانو درمسال شمال لورې ته فایز حیدري پلازه دریم منزل.

Address

Nangarhar Province
Jalalabad
2601

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Mukhtar Ahmadi Engineering Services & Survey Center posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share