24/07/2026
سولر تختې په وريځو او ژمي کې هم برېښنا تولیدوي.
زموږ او ستاسو ډېر خلک فکر کوي چې یوازې د سخت لمر په وخت کې کار کوي، خو حقیقت دا دی چې د ورځې رڼا کافي ده، که څه هم تولید یې لږ وي.
یخه هوا د سولر تختو لپاره ښه ده.
عجبه خبره دا ده چې ډېره ګرمه هوا د سولر تختو موثریت کموي، خو په سړه هوا کې یې تولید نسبتاً ښه وي.
سولر تختې د سپوږمۍ له رڼا څخه هم ډېر لږ برق تولیدولی شي.
دا اندازه دومره کمه وي چې د عملي استعمال وړ نه ده، خو په علمي لحاظ صفر نه ده.
د سولر تختو عمر ۲۵–۴۰ کاله یا تر دې هم زیات وي.
حتی له ۳۰ کلونو وروسته هم ډېری تختې کار کوي، یوازې د تولید کچه یې لږ راټیټېږي.
سولر تختې خاموشه انرژي تولیدوي.
پکې هېڅ حرکت کوونکې برخه نشته، نو غږ نه کوي او د ساتنې اړتیا یې هم کمه ده.
سیوری کولی شي د ټولې تختې تولید ډېر کم کړي.
که د یوې تختې یوازې یوه کوچنۍ برخه په سیوري کي شي، ممکن د هغې د تولید لویه برخه له منځه ولاړه شي.
يادونه : که هر څوک غواړي چي په دي برخه کي سرمايه ګذاري وکړي نو دپکتيا ولايت دتيري دسيمي هوا بلکل ورته برابره او عيار ده باوري يم چي دنور سيمو پرنسبت به دلته په اعظمي توګه انرژي ورکوي.