07/06/2026
د آیرکنډیشن په نصبولو کې د چت او انډور (Indoor) ترمنځ د فاصلې اهمیت!
تاسو په دغه عکس کې یو داسې آیرکنډیشن وینئ چې په غیر مسلکي توګه د چت سره بیخي نږدې او فیکس لګول شوی و.
کله چې د AC او چت ترمنځ قانوني فاصله (لږ تر لږه له ۱۰ څخه تر ۱۵ سانتي مترو پورې) شتون ونلري، نو انډور نشي کولی چې د خونې ګرمه هوا په سمه توګه د ځان دننه ته کش کړي. دا کار د لاندې ستونزو لامل کیږي:
۱. د یخولو (یا ګرمولو) د ظرفیت کمیدل.
۲. پر کمپرسور باندې بې ځایه فشار راوړل او د برښنا د مصرف زیاتوالی.
۳. په اوږد مهال کې د AC د خرابیدو خطر.
زموږ مجرب او تخنیکي ټیم دغه ستونزه په اساسي توګه حل کړه؛ AC مو را ښکته کړ او د انجینري اصولو مطابق مو په سمه فاصله کې بیرته عیار او نصب کړ.
خپل قیمتي وسایل د کار پوهانو او مسلکي کسانو په واسطه نصب کړئ ترڅو له سم فعالیت څخه یې ډاډه شئ!
رشید الکټرېکل اینجینیرینګ سروسیز ستاسو د ارامتیا او باور ملګری!
Rashid E.Engineering Services
Rashid Ullah Matin