مسلم د انجنیري خدمتونو مرکز

مسلم د انجنیري خدمتونو مرکز انجنیري خدمتونه (توپوګرافي سروې، دنقشو ډیزاین، خط اندازې، جریب کشي...د پیاوړي مسلکي ټیم پرمټ)

په اول قدم کي باید تاسو واټ   ولټ او A امپیر وپيژني واټ څه شی دي او امپير څه شي دي او  ولټ څه شي دي  بیا نور برق*1. W – ...
09/11/2025

په اول قدم کي باید تاسو واټ ولټ او A امپیر وپيژني
واټ څه شی دي
او امپير څه شي دي
او ولټ څه شي دي
بیا نور برق

*1. W – واټ (Watt):*
واټ د برېښنا د مصرف یا تولید اندازه ده.
یعنې یوه وسیله یا ماشین څومره برق کاروي.
مثال: که یو پکی 100W وي، دا معنا چې هغه په یو ساعت کې 100 واټه برق مصرفوي.

*2. V – ولټ (Volt):*
ولټ د برېښنا فشار دی.
یعنې هغه زور یا طاقت چې برېښنا له یوې نقطې بلې ته انتقالوي.
مثال: د ډېرو وسایلو لپاره 220V کارول کېږي (لکه په کورونو کې).

*3. A – امپیر (Ampere):*
امپیر د برېښنا جریان یا مقدار ښيي.
یعنې څومره برېښنا یو تار یا سرکټ کې روانه ده.
هر څومره چی امپیر ډېر وي، هغومره بار یا بوج زیات وي.

یو مثال:
که یو ماشین 220V وي، او 5A (امپیر) واخلي:
نو 220 × 5 = 1100W
یعنې دا ماشین 1100 واټه مصرفوي.
Ahmad Rahmani

سمنټ څنګه منځته راغللسيمېنټ (Cement) یو له مهمو ساختماني موادو څخه دی، چې د ودانیو، پلونو، سړکونو، او نورو جوړښتونو لپار...
25/10/2025

سمنټ څنګه منځته راغلل

سيمېنټ (Cement) یو له مهمو ساختماني موادو څخه دی، چې د ودانیو، پلونو، سړکونو، او نورو جوړښتونو لپاره د کانکريټ او هاوان (Mortar) جوړولو بنسټیز توکی ګڼل کېږي.

د سیمینټ تاریخچه:

1. *لرغونی تاریخ:*
د سیمینټ لومړنۍ بڼه د لرغوني مصر، یونان، او روم له تمدنونو څخه راپاتې ده. هغوی به د سونګ توکو، خټو، او خړوبو ډبرو له ترکیب څخه د هاوان یا دوړې بڼه لرونکی مواد جوړول، چې د خښتو او ډبرو د یوځای کولو لپاره به یې کارول.

2. *رومي هاوان (Roman Concrete):*
رومیانو یو ډول طبیعي سیمینټ کاراوه چې د "پوزولانا" (Volcanic Ash) او چونو له ترکیبه جوړېده. دا ډول کانکريټ ډېر پیاوړی و او تر نن ورځې پورې د هغوی ودانۍ پاتې دي.

3. *عصري سیمینټ:*
عصري یا "پورټلینډ سیمینټ" (Portland Cement) په 1824 کال کې د انګلستان یوه معمار *جوزف اسډین* (Joseph Aspdin) اختراع کړ. هغه د چونو او خټو مخلوط وسوځاوه او د پورټلینډ ټاپو له ډبرو سره ورته والی یې ورته محسوس کړ، نو ځکه یې نوم پرې "پورټلینډ سیمینټ" کېښود.

د سیمینټ جوړښت:

سیمینټ معمولاً له لاندې موادو جوړیږي:

- *چونه (Lime) – CaO*
- *سیلیکا (Silica) – SiO₂*
- *الومینا (Alumina) – Al₂O₃*
- *اوسپنه (Iron Oxide) – Fe₂O₃*

د سیمینټ جوړولو پروسه:

1. خام مواد لکه کلينکر، خټه، اوسپنه او شګه سره ګډېږي.
2. دا مواد په ځانګړو کورهونو (kilns) کې تر 1450°C پورې سوځول کېږي.
3. حاصل شوی کلينکر یخ او ميده کېږي.
: 4. وروسته ورسره جپسم (Gypsum) ګډېږي تر څو ورو ورو کلکېدنه تنظیم کړي.

سیمینټ یو علمي پرمختګ دی چې د لرغوني انسان له ابتکاراتو سرچینه اخلي، او نن د مدرنو ساختماني کارونو اساسي توکی ګڼل کېږي. د هغې اختراع د بشريت د تمدنونو د جوړښت د پراختیا لپاره یو مهم پړاو ګڼل کېږي.

د بیم (Beam) او ګاډر (Girder) تر منځ توپیر :یو شمیر دوستانو په ځینو نورو پاڼو کې او همدارنګه د فیسبوک او انجنیري پاڼې څخ...
13/10/2025

د بیم (Beam) او ګاډر (Girder) تر منځ توپیر :

یو شمیر دوستانو په ځینو نورو پاڼو کې او همدارنګه د فیسبوک او انجنیري پاڼې څخه پوښتلی چې د بیم (Beam) او ګادر (Girder) تر منځ توپیر څه شی ده ؟

فیسبوک او انجنیری پاڼه یې په لنډ او مختصر ډول سره ځواب درکوي ، هیله ده ستاسو د قناعت وړ و ګرځي.

لومړی عامیانه وضاحت:

پخوانی کورونه به مو په یاد وي ، یوه لویه خونه به وه د هغه په دیوالونه به اول یو یا دوه دانې غټ د لرګي تیرونه اچول شوي وو او بیا به یې د هغه په سر باندې د لرګي دستک اچولی وو ، هغه هغه غټ تیر ګاډر بلل کیږي او پر سر باندې یې دستک بیمونه بلل کیږي

اوس د انجنیري له اړخه وضاحت ورکوو.

بیم (Beam):

1- بیم (Beam) عبارت د هغه ساختماني افقی عنصر څه ده چې د خپل وزن په شمول د سلب یا چت او د هغه د اړونده بار د وړلو دنده پر غاړه لري .
2- د بیمونو کلمه معمولا په هغه ځایونو کې په کار وړل کیږي چې د حرکی یا ډینامیکی بارونو (عراده جات، هایدروډینامیک) سره په تماس کې نه وي لکه تعمیرات
3- څرنګه چې مخکې اشاره وشوه بیمونه معمولا د ساختمان د چت بار انتقالوي نو لدې امله د بیمونو طول او مقاطع کوچنی وي.
4- بیمونه معمولا مستطیلی یا مربعی مقاطع لري

ګاډر (Girder):

1- ګاډر عبارت د هغه ساختمانی افقی عنصر څخه عبارت ده چې د خپل ځان د وزن په شمول د سلب یا چت او همدارنګه د بیم (Beam) بار هم انتقالوي.
2- د ګاډر کلمه معمولا په هغه ځایونو کې په کار وړل کیږي چې د حرکی قواو سره هم په تماس کې وي لکه پل ، د آبیاري ځینې ساختمانونه او داسي نور یعنې پدې معني سره چې : څرنګه چې د پل پر سر باندې عراده جات عبور او مرور کوي نو ځکه هیڅکله هم د پل د چت ګاډرونو ته د بیم کلمه نشو استعمالولای او نه هم استعمالیږي
3- د یو ګاډر په سر باندې کیدای څو بیمونه هم قرار ولري .
4- دګاډر اوږدوالی او مقاطع نظر بیم ته ډیر زیات وي .
5- ګاډر د مستطیلی مقاطعو په شمول باکس ماننده ، ټی ماننده، آی بیم او دارنګه نورې مقاطع هم لري.
6- ګاډرونو د ستاتیکی یا ساکنو بارونو او وزنونو نه ماسوا ډینامیکی بارونو هم زغمي
7- په ګاډرونو نسبت بیمونو ته ډیر بارونو عمل کړی وي نو ځکه هم د جسامت او هم د سیخ د سلنې له اړخه ډیر لوي او قوي وي.
8- هر وخت بیم په ګاډر با ندې اتکاء لري نه داچې ګادر په بیم باندې اتکاء ولري

ټوټل سټيشن څه ته وایي؟ټوټل سټيشن يوه اتوماتيکه اله ده چې له دوو کلمو څخه اخيستل شوي ده، ټوټل په معنی د مجموعه او سټيشن پ...
29/09/2025

ټوټل سټيشن څه ته وایي؟
ټوټل سټيشن يوه اتوماتيکه اله ده چې له دوو کلمو څخه اخيستل شوي ده، ټوټل په معنی د مجموعه او سټيشن په معنی د موقعيت، يعنې ټوټل سټيشن د موقعیتونو مجموعه ده.
يا ټوټل سټيشن د سروي لپاره يوه نوی اله ده چې د افقي او عمودي زاویو معلومولو لپاره کار ترې اخیستل کېږي.
د ټوټل سټيشن په مرسته سروی په چټکتيا سره سرته رسيږي .
د ټوټل سټيشن پواسطه مونږ کولای شو چې د GPS کورديناتو په رڼا کې د ځمکې پرمخ د نورو نقاطو کوردينات هم معلوم کړو.
ټوټل سټيشن يوه بله ښېګڼه د مايکرو کمپيوټر شتون درلودل دي چې ددې په مرسته مونږ کولای شو ډيټا ذخیره کړو او کتابچه کې ليکلو ته يې ضرورت نشته. همدارنګه د ټوټل سټيشن پواسطه د پريزم قرات کول ډير اسان دي .
دا چې مخکې مو بنچ مارکونه جوړ کړي دي
اوس لومړي ټوټل سټيشن په يو بنچ مارک باندې سيټ کوو ، او ماشين ليول کوو ترڅو د ماشين د اوبو پوکاڼې ليول شي ، بيا ماشين ON يعنې چلان کوو ، د ماشين مينو د ESC بټن پواسطه پيداکوو.وروسته د ټوټل سټيشن سيټينګ Setting ترسره کوو

د توپو ګرافی سروی پنځه 5 شرطونه:
1): د بنچ مارکونو جوړول (B.M)
2): ټوټل سټيشن( Total station) سيټ کول (T.S)
3): په ټوټل سټيشن (total station ) کې کاری فولډر (Job folder ) جوړول
4):د Resection عمليه ترسره کول
5): ټوټل سټيشن ته کوردينات ورمعرفي کول (N.E.Z)
اوس بنچ مارک تشريح کوم.
بنچ مارک (B.M): بنچ مارک يوه ثابته نقطه ده چې ارتفاع يې د بحر سطحې څخه معلومه وي ، په ټوټل سټيشن کې بنچ مارک د سروي له نظره هغه نقطه ده چې کوردينات يې د مبدآ څخه او ارتفاع يې د بحر سطحې ته معلومه وي ، يا په لنډ ډول بنچ مارک يوه ثابته نقطه ده چې بايد کوردينات ولري.
کوردينات د نقطې مشخصاتو ته ويل کيږي چې عبارت له N.E.Z څخه
او N.E افقي او Z عمودي
د N څخه مطلب Northing ، د E څخه مطلب Easting او Z څخه مطلبElevation ده .
په لنډ ډول N.E د نقطې مشخصات Northing او Easting مخورونو ته تعين کوي ، Z عمودي کوردينات دي چې کندن کاری او پرکاری محاسبه کوي.
په افغانستان کې کوردينات هميشه مثبت دي ځکه افغانستان په اوله ناحیه کې قرار لري .
په هرځای کې چې کوردينات په GPS باندې اخلې نو Northing اووه 7 عدده وي او Easting شپږ 6 عدده وي .

بنچ مارک( Benchmark) ډولونه :
بنچ مارک دوه ډوله ده .
اول اساسی بنچ مارک( main Benchmark ) ، دويم فرعی بنچ مارک ( Sub Benchmark ) .
اساسی بنچ مارک ( B.M) : د پروژی په شروع کې جوړيږي چې حد اقل بايد له دوو څخه کم نه وي. د Back site او Station دپاره بنچ مارک کوردينات د GPS پواسطه تعين کيږي.
د اساسي بنچ مارک (B.M) شرطونه:
1): اساسي بنچ مارکونه بايد په آمن ساحه کې جوړ شي ترڅو تخريب نشي.
2): اساسي بنچ مارکونه بايد کانکريټې جوړ شي.
3): د اساسی بنچ مارکونو ترمنځ بايد د ديد ساحه ( Visible site) موجود وي.
4): هر بنچ مارک بايد په يو نوم ونومول شي يعنې B.M1 او B.M2 سره
5): د اساسي بنچ مارکونو ژوروالي 80cm څخه تر 150cm پورې وي.

فرعي بنچ مارکونه ( Sub Benchmarks)
فرعي بنچ مارکونه د پروژی په جريان کې جوړيږي په هموارو ساحو کې په هر يو کيلو متر فاصله کې او په ناهموارو ساحو کې نظر په ساحه جوړيږي.
يا فرعي بنچ مارکونه هغه دي چې د اساسي بنچ مارکونو څخه انتقاليږي، چې په ساحه کې ورته Change point او يا control
نوټ: نظرمو دمنلو وړده

🌟  🏗️ مسلم د انجنیري خدمتونو مرکز🛠️ ستاسو د باور، کیفیت او مسلکيتوب نښه!📌 زموږ خدمات:📍،جریب کشي دقیق توپوګرافیک سروې  ...
28/09/2025

🌟 🏗️ مسلم د انجنیري خدمتونو مرکز
🛠️ ستاسو د باور، کیفیت او مسلکيتوب نښه!
📌 زموږ خدمات:
📍،جریب کشي دقیق توپوګرافیک سروې 🎯 د عصري GPS او Total Station وسایلو په مرسته
🛣️ د سړکونو، کانالونو او لارو عصري ډیزاین
📐 د ښار او کلیو سړکونه، د ملي او نړیوالو معیارونو مطابق
📏 د پرتونو ضخامت تحلیل 🚛 د ترافیک بار او سړک ډول ته په کتو سره دقیق محاسبه
🌉 پلچکونه، کانالونه او واټر شیډونه 🏗️ مسلکي ډیزاین، تحلیل او انجینري سروې
👷‍♂️ د پروژو مسلکي څارنه 📝 له پیل تر پایه د باوري انجنیرانو لخوا
ادرس:پکتیکا مرکز شرنه 📞 اړیکه: 0797876080 📣 مسلم د انجنیري خدمتونو مرکز — د پرمختګ، باور او دوام سمبول!

17/09/2025

السلام علیکم ورحت الله وبرکا ته
د مسلم انجنیري خدمتونو مرکز ته
ښه راغلاست
دالله ج نه به توفیق غواړو چي ددې مظلوم او کړیدلي ولس د درد دوا شو
او دخپل وس او توان سره سم په خپله مسلکي برخه کي یي دخدمت مصدر وګرځو
ان شاءالله په پوره اخلاص او صداقت سره به ستاسو په
خدمت کي نه ستړیدونکي ګامونه اخلو
په درنښت
دمسلم انجنیري خدمتونو مرکز اداره

Address

پکتیکا-مرکزشرنه
Sharan

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when مسلم د انجنیري خدمتونو مرکز posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share