الماس د ساختماني توکو پلورنځی

Website

الماس د ساختماني توکو پلورنځی 🏗️ Building Materials & Hardware Store
د کور او ودانۍ ټول اړین توکي 🔨 🪓 ⛏️ 🪚 📏 📐 🧱 🪨 🪣 🛠️ ⚒️ 👷‍♂️ 🦺 🏗️
ستاسو باور، زموږ ویاړ

پوهیږی په سېول انجینري کې تر ټولو سخته دنده د ( Site Engineer ) دهځکه چې د ساحوي انجینر دنده یوازې د پلان پلې کول نه دي ...
02/05/2026

پوهیږی په سېول انجینري کې تر ټولو سخته دنده د ( Site Engineer ) ده

ځکه چې د ساحوي انجینر دنده یوازې د پلان پلې کول نه دي بلکې داسې دنده پر مخ وړي چې مسوولیت یې ډېر او واک یې محدود دی

که کارګران اشتبها وکړي، مسوولیت یې ستا دی

که په نقشه کې تېروتنه موجوده وي، ته یې باید اصلاح کړې

که ساحې ته مواد په ځنډ سره ورسیږي، دا هم ستا ستونزه ده

ساحوي انجینر باندې د هغو شیانو مسوولیت هم اچول کیږي کوم چې د ده له دندو څخه نه وي

د ساحوي انجینر کارونه په دې کې هم نه خلاصه کیږي، د کارګرانو ترمنځ همغږي باید وکړي، د مراجعینو پوښتنو ته باید ځوابونه ورکړي، و خت ته په پام ټول کارونه باید منسجم کړي او دا ټول کارونه د دوړو، شور، ګرمۍ او باران لاندې تر سره کوي نه په ارامه دفترونو کې

همدا وجهه ده چې ساحوي انجینرانو څخه ډېر ښه مسلکي کسان جوړیږي او تر هیڅ فشار لاندې نه ماتېږي

هر هغه ساحوي انجینر چې په ساحه کې ولاړ وي دوی دي چې پروژه د کامیابۍ تر پولو رسوي

تاسو ته دې سلام وي❤️
Hamdard Engineering

01/05/2026

شُرطه عربي نوم دی او پولیس یوناني دی.
که افغاني نوم پې ږدو نو پښتو او دري کې څه ورته وایي؟

جلۍ، جینۍ، جلکۍ، نجلۍ که انجلۍ؟کومه بڼه یې معیاري ده؟پښتو ژبه د هغو ګوتشمېرو ژوندیو ژبو په لیکه کې ولاړه ژبه ده چې د ګړد...
20/04/2026

جلۍ، جینۍ، جلکۍ، نجلۍ که انجلۍ؟
کومه بڼه یې معیاري ده؟

پښتو ژبه د هغو ګوتشمېرو ژوندیو ژبو په لیکه کې ولاړه ژبه ده چې د ګړدودونو له مخې بالکل بډایه ده او نژدې په هر ګړدود کې هر څه ته یو نوم لري.
«انجلۍ» چې د دري ژبې «دختر» د انګرېزي ژبې «girl« یې معادل وییونه دي، پښتانۀ یې په مختلفو بڼو لیکي، څوک یې جلۍ، ځینې یې جلکۍ، یو شمېر یې جنۍ او څوک یې بیا جینۍ بولي، چې دا ټولې بڼې یې ګړدودي دي. یادې بڼې که په ګړنۍ وینا کې وکارؤل شي باک نۀ لري، مګر په لیکنۍ وینا کې یې کارؤل ناسم کار دی.
دغه نوم معیاري او رسمي بڼه «انجلۍ» ده چې جمع یې «انجونې» راځي.
بېلګې:
ـ هيله پښتنه ښه انجلۍ ده.
ـ ملاله کلیواله تکړه انجلۍ ده.
ـ افغانې انجونې با حجابه دي.
ـ انجونې د زدکړو حق لري.
ـ انجونې خپل درسونه په ښه توګه زده کوي.

★ د مهمو وییونو مانا:
ـ لیکه: قطار
ـ ګړدود: لهجه
ـ ګړنۍ: شفاهي
ـ لیکنۍ: تحریري

#پښتو
#ژبه
#سمون
#معیار

Address

Khost

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when الماس د ساختماني توکو پلورنځی posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category