Eng afzal page

Eng afzal page Engneering

👷 په ژمي کې کانکریټ اچولWINTER CONCRETINGکه د تازه کانکریټو تودوخه له 550 F (12.780C) او تر دې زیاته وي او یا هم په 550 ...
21/01/2025

👷 په ژمي کې کانکریټ اچول
WINTER CONCRETING

که د تازه کانکریټو تودوخه له 550 F (12.780C) او تر دې زیاته وي او یا هم په 550 F (12.780C) او یا تردې زیاته تودوخه کې وساتل شي، نو بیا په ژمي کانکریټ کې اچول کوم خطر نه لري.

د کانکریټو د لومړي کلک کیدو وخت په 700 F کې تقریبا شپږ ساعته دی، که د کانکریټو د تودخې درجه 400 F ته راښکته شي نو د لومړي کلک کېدو وخت ورسره له شپږو ساعتو څوارلس ساعتو ته لوړیږي، که له دې هم تودوخه ټیټه شي نو په حقیقت کې کانکریټ کنګل کیږي او تر 50 سلنه مقاومت له لاسه ورکوي او سربيره پردې د هوا حالاتو پر وړاندې یې مقاومت کمیږي او د اوبو نفوذ یې زیاتیږي.

کانکریټ وړاندې له دې چې کنګل شي باید لږ ترلږه 3.5 MPa مقاومت تر لاسه کړي او وړاندې له دې چې له کنګل کیدو او ویلې کیدو له محیط سره مخ شي، باید لږ تر لږه 20 MPa لاس ته راوړي.

د کانکریټو اچولو په وخت لویه موخه داده چې کانکریټ نسبتا ګرم (warm) وساتل شي.

د کانکریټو د مخلوط دننۍ تودوخه کیدای شي د موادو په ګرمولو، د ځانګړو سمینټو په کارولو او چټک کوونکو موادو په کارولو ترلاسه شي.

د کانکریټو محیط (ambient) هم کیدای شي د کمپلو (blankets)، پولې ایستیرین تختو، بوسو (hay) او پاڼو بوټو په واسطه په پوښلو سره تغیر (altered) کړای شي او بدلون ورکول شي.

په ژمي کې د کانکریټ اچولو لپاره بنسټیزې لارښوونې
Basic Guides for Winter Concreting
1. هر څه بایدله وړاندې پلان شي، اړین وسایل (equipment) او مواد د سړې هوا له اغیزې وړاندې باید په ساحه کې شتون ولري، د ګرمونکو بخاریو او عایق موادو (insulating materials) او پوښوونکو (enclosures) کارول یوه له څو حل لارو څخه ده.

2. هوا لرونکي (air-entrained) کانکریټ وکارول شي
3. کانکریټ باید په یخ او کنګل شوي بستر کېنښودل شي.

4. د ژمي په موسم کې د اوسپنیزو قالبونو پر ځای د لرګین قالب کارول ګټور دي، ځکه لرګی پخپله د تودوخې پر وړاندې یو ښه عایق دی.

5. که چیرې په قالب کې واوره موجوده وي، هغه لرې کړای شي او سم وچ شي.

6. د غیر کلورایدو چټک کوونکو علاوه کوونکو کارول مرسته کوي چې کانکریټ زر خپل مقاومت لاس ته راوړي دا مواد لږ قیمته دي، خو اغیزمن دي.

7. د ښه پایښت (durability) لپاره تازه کانکریټ باید په 55ºF - 12.78 یا تردې لوړ تودوخه کې وساتل شي. او چټک لوړ مقاومت لاس ته راوړونکي کانکریټ وکارول شي.

8. د کانکریټو ښه ساتنه وشي، چې لمدبل ضایع نه کړي. کله چې ګرم شوي پوښونکي (enclosures) وسایل کارول کیږي د لا زیات لمدبل (moisture) اخیستو لپاره پرې اوبه وپاشل (sprinkling) شي او د ګرمومولو ګاز وکارول شي.

کانکریټ باید پریښودل شې چې په کراره ساړه شي چې داسې د حرارتې درز (thermal cracking) منځ ته راتلومخنیوی وشي.

9. د کنګل کیدو نقطې د ټیټولو لپاره د کنګل ضد (antifreeze) مرکبونه ونه کارول شي.

10. قالبونه له کانکریټو سره تر اوږدې غوښتل شوې مودې پورې پریښودل شي، چې داسې کانکریټ اړین مقاومت لاس ته راوړي.

11. لږ تر لږه د وررځې دوه ځلې د هوا حالاتو او تودوخه ریکارډ واخستل شي.

12. که له 600 F ټیټه تودوخه کې کانکریټو ته اوبه ورکول کیږي، د اوبو کمونکې یا وروسته کوونکي (retarders) کیدای شي د کلک کېدو موده وغځوي.

13. په کانکریټو کې اوبو او سیمنټو نسبت په ټیټ حد کې وساتل شي او د کاري وړتیا لوړولو لپاره کېدای شي علاوه کوونکي (admixtures) وکارول شي.

14. د کانکریټو سطحه باید وچیدو ته پرينښودل شي، ځکه ددې له امله د انقباض درزونه پیدا کیږي.

15. د کلسیم هایدرو اکساید یا هغه علاوه کوونکې حلیدونکې (soluble) چې کلورایدونه لري، په لاندې شرایطو کې کارول نه وړاندیز کیږي.

هغه کانکریټ چې المونیم او یا متشنج شوي عناصر لري، ځکه چې دا بیا زنګ کوي.

چیرته چې د ګلمالې په واسطه ,

هغه کانکریټو چې الکلي لرونکي ډکوونکې وي او یا هم کانکریټ له داسې اوبو یا خاورې سره مخ چې سلفایټ لري.

هغه کانکریټ چې د مني په وروستیو کې او یا ژمي کې اچول کیږي، د مالګو پر وړاندې لوڅ نه شي، چې د ضد یخ مایع (deicers) په توګه وکارول شوي وي.

د نن ورځې موضوع (Design of Water Tank)مخکې له دې چې په دغه برخه کې یو عملي مثال حل کړو ، دا باید په یاد ولرو چې په افغان...
29/12/2024

د نن ورځې موضوع (Design of Water Tank)
مخکې له دې چې په دغه برخه کې یو عملي مثال حل کړو ، دا باید په یاد ولرو چې په افغانستان کې د استوګنیز(رهایشي) کورونو لپاره د یوې شپې ورځې(في شبانه روز) د اوبه رسونې نورم 50 liters/day دی، خو په آپارتمانونو کې بیا دغه قیمت تر 200liters/day په محاسباتو کې په نظر کې نیول کیږي
همدارنګه د یوې ذخیرې(د اوبو د ټانکۍ) حجم د کورنۍ د غړو د شمیر سره مستقیمه اړیکه لري
مثال: د یوې 12 کسیزې کورنۍ لپاره یوه د اوبو ذخیره ډیزاین کړئ؟
حل: مخکې له دې چې د سوال په حل پیل وکړو، نو مونږ د یو کس د یوې شپې ورځې مصرف 50 liter/day په نظر کې نیسو، (تاسې کولی شئ دغه مقدار له ده څخه پورته هم وشئ نیولی) نو د ټولې کورنۍ(12 کسانو( لپاره د اوبو د مصرف اندازه دارنګه په لاس راوړو
Total Water Requirement = 50 × 12 = 600 liters/day
د بلې خوا پوهیږو چې د اوبو حجمي وزن 1000liter/m3 دی نو لرو چې
1m3 = 1000 liters
1 liter = 1/000 m3
1 liter = 0.001 m3
څرنګه چې زمونږ د اوبو مجموعي ضرورت (600 liters) دی نو دا قیمت m3 ته بدلوو تر څو مونږ د (Water Tank) ابعاد لاسته راوړو:-
Volume of Water = 600 liters = 600 (0.001m3) = 0.6m3
مونږ د Water Tank لپاره ارتفاع 90cm یا 0.90m انتخابوو (دلته ارتفاع ستاسې په خوښه ټاکل کیږي، خو نور ابعاد یې بیا په لاندې ډول لاسته راوړل کیږي) نو مساحت یې دارنګه په لاس راوړو
Find Area of Water Tank = 0.6m3 / 0.90m = 0.67m2
د طول او عرض د لاسته راوړلو لپاره د پورتني عدد مربع جذر په خپل موبائیل کې پیداکوو چې لاسته راغلي قیمتونه یې طول او عرض راپه ګوته کوي
Find length and Breadth of Water Tank = √(0.67m^2 ) = 0.82m
نو په لاس راغلل چې
Water tank Height = 90cm
Water tank length = 82cm
Water tank Breath = 82cm

مثال: د یو اطاق فرش چې ابعاد یې  (5×3) متره کې دي، غواړو چې د (10cm) په ضخامت یې کانکریټ ریزي کړو، تاسې یې د سمنټ، شګې ا...
22/12/2024

مثال: د یو اطاق فرش چې ابعاد یې (5×3) متره کې دي، غواړو چې د (10cm) په ضخامت یې کانکریټ ریزي کړو، تاسې یې د سمنټ، شګې او جغل مقدار معلوم کړئ په هغه صورت کې چې د 150 Mark کانکريټ څخه پکې استفاده شوې وي؟
حل: لمړی د کانکریټو مجموعي حجم پیداکوو:-
V (concrete) = 5m×3m×0.10m=1.5m3
اوس پورتنی حجم چې د کانکريټو تازه حجم دی غواړو وچ حجم ته یې بدل کړو نو په 1.52 کې یې ضربوو:-
V (concrete) =1.5×1.52=2.28m3
دا باید ووایو چې د 150 مارک کانکريټو نسبتونه (1:2:4) دی اوس د سیمنټو حجم محاسبه کوو:-
Cement=2.28/ (1+2+4) × 1×1440 =469kg
په پورته رابطه کې 1440 د سیمنټو حجمي وزن، او اوس کولی شو، چې د سینټو د بوجیو مقدار پیداکړو
څرنګه چې یوه بوجۍ سیمنټ 50kg ده، نو لرو چې: --
Cement = 469/50=9.3bags
Sand = 2.28/ (1+2+4) × 2 =0.65m3
Gravel = 2.28/ (1+2+4) ×4 = 1.3m3
مثال: د سنکارۍ یو دیوال چې 80cm عرض، 10m طول او 5m ارتفاع لري، تاسې پکې لاندې مقدارونه محاسبه کړئ، په هغه صورت کې چې د مصالې د مارک نسبت یې (1:3) وي؟
1. د سنکارۍ مجموعي حجم
2. په سنکارۍ کې د پکار وړل شويو سیمنټو حجم
3. د شګې حجم
حل: د ټول دیوال حجم
V (Stone Masonry) = 10m×5m×0.8m = 40m3
په سنکارۍ کې د مصالې مقدار 30% په نظر کې نیسو،نو د مصالې مقدار دارنګه لاسته راوړو
V = 40×30%=40×30/100=12m3
بدون له مصالې د سنکارۍ پاتې حجم
V = 40m3 – 12m3 = 28m3
Cement = 12/ (1+3) ×1×1.25 ×1440 = 5400kg
Cement = 5400/50 = 108bags
Sand = 12/ (1+3) × 3 × 1.25= 11.25m3
نوټ: دلته هم په پورته رابطه کې 1440د سیمنټو حجمي وزن او 1.25 د مصالې د بدلون ضریب دی د لوند څخه وچ حالت ته بدل کړو

18/12/2024

مثال: د یو اطاق فرش چې ابعاد یې (5×3) متره کې دي، غواړو چې د (10cm) په ضخامت یې کانکریټ ریزي کړو، تاسې یې د سمنټ، شګې او جغل مقدار معلوم کړئ په هغه صورت کې چې د 150 Mark کانکريټ څخه پکې استفاده شوې وي؟
حل: لمړی د کانکریټو مجموعي حجم پیداکوو:-
V (concrete) = 5m×3m×0.10m=1.5m3
اوس پورتنی حجم چې د کانکريټو تازه حجم دی غواړو وچ حجم ته یې بدل کړو نو په 1.52 کې یې ضربوو:-
V (concrete) =1.5×1.52=2.28m3
دا باید ووایو چې د 150 مارک کانکريټو نسبتونه (1:2:4) دی اوس د سیمنټو حجم محاسبه کوو:-
Cement=2.28/ (1+2+4) × 1×1440 =469kg
په پورته رابطه کې 1440 د سیمنټو حجمي وزن، او اوس کولی شو، چې د سینټو د بوجیو مقدار پیداکړو
څرنګه چې یوه بوجۍ سیمنټ 50kg ده، نو لرو چې: --
Cement = 469/50=9.3bags
Sand = 2.28/ (1+2+4) × 2 =0.65m3
Gravel = 2.28/ (1+2+4) ×4 = 1.3m3
مثال: د سنکارۍ یو دیوال چې 80cm عرض، 10m طول او 5m ارتفاع لري، تاسې پکې لاندې مقدارونه محاسبه کړئ، په هغه صورت کې چې د مصالې د مارک نسبت یې (1:3) وي؟
1. د سنکارۍ مجموعي حجم
2. په سنکارۍ کې د پکار وړل شويو سیمنټو حجم
3. د شګې حجم
حل: د ټول دیوال حجم
V (Stone Masonry) = 10m×5m×0.8m = 40m3
په سنکارۍ کې د مصالې مقدار 30% په نظر کې نیسو،نو د مصالې مقدار دارنګه لاسته راوړو
V = 40×30%=40×30/100=12m3
بدون له مصالې د سنکارۍ پاتې حجم
V = 40m3 – 12m3 = 28m3
Cement = 12/ (1+3) ×1×1.25 ×1440 = 5400kg
Cement = 5400/50 = 108bags
Sand = 12/ (1+3) × 3 × 1.25= 11.25m3
نوټ: دلته هم په پورته رابطه کې 1440د سیمنټو حجمي وزن او 1.25 د مصالې د بدلون ضریب دی د لوند څخه وچ حالت ته بدل کړو.

شته شاګردان باید ډیره ګوزره ورسره وکي  #نقل سره
18/12/2024

شته شاګردان باید ډیره ګوزره ورسره وکي
#نقل سره

17/12/2024
ولې نشو کولی چې په مهمو پروژو کې د سیند شګې او جغل په کانکرېټو کې وکاروو؟  1) د ښه کیفیت لرونکې کانکرېټ لپاره په کار ده ...
17/12/2024

ولې نشو کولی چې په مهمو پروژو کې د سیند شګې او جغل په کانکرېټو کې وکاروو؟

1) د ښه کیفیت لرونکې کانکرېټ لپاره په کار ده چې زاویه لرونکې جغل وکارول شي تر څو یو بل سره ښه چسپش وکړي نو په دې اساس د سیند جغل معمولا ګرد شکل لري چې د دوی ترمنځ زیاتې خالیګاه وي رامنځته کوي چې دا کار د کانکرېټو د کمزورې کېدو سبب کېږي

2) هغه شګې او جغل چې په مصنوعي ډول په کرش پلانټ کې تولیدېږي د هغو سطحه ځیګه او یو د بل سره دنښلېدو ښه ظرفیت لري د سیند د جغلو سطحه همواره او ښوی وي چې د نښلېدو ډېر کم ظرفیت لري

3) د لوړ مارک کانکرېټ د ترلاسه کولو لپاره باید شګې او جغل د (Sieve Analysis Test ) څخه تېرې شي تر څو مالوم شي چې مواد Well Graded دي کوم چې د سیند شګې او جغل دا معیار نشې پوره کولی

4) د سیند شګې او جغل معمولا په خپل ترکیب کې میکروسکوپیک مواد لري لکه د خټو ذارات ، مالګې او داسې نور چې دا هم د کانکرېټو مقاومت را ټېټوي

5) د سیند شګې او جغل نسبت هغه شګو او جغلو ته چې په کرش پلانټ کې تولیدېږي فشاري او کششي مقاومت یې کم وي

6) رطوبت یو بل عامل دی چې د سیند په شګو او جغلو کې موجود دی چې دا هم د کانکرېټو په میکس ډېزاین باندې منفي تاثیر لري

16/12/2024

د ودانۍ د اجزاءوو بنیادي نظریات
‌په صورت عموم کې ودانۍ له دوو برخو څخه تشکیل شوې وي، چې عبارت دي له
الف: د ساختمان لاندې برخه یا تهداب(Sub Structure): په دغه برخه کې لاندې اجزاوې شاملې دي
1. فوټینګ(Footing): په تهداب کې د پتو په شکل طبقې دي، چې دا د تیږو خښتو او یا هم له کانکريټو د پایو یا دیوالونو لاندې په یوې پراخې ساحې باندې د بار د ویشلو په منظور جوړیږي.
2. اساس(Base): دا د لیول شوې طبقې لپاسه جوخت لمړنې کانکريټي طبقه ده، دا د یو ساختمان تر ټولو لاندې طبقه ده، دا تهداب ته استواري او مقاومت ورکوي
3. کرسي(Plinth level): دا د ساختمان هغه برخه ده چې د ځمکې د لیول(G.L) څخه شروع کیږي او د ساختمان تر فرش لیول پورې رسیږي، د فرش لیول ته معمولاً کرسي لیول هم ویل کیږي، د کرسي لیول د ځمکې د لیول څخه یو څه اندازه اوچتیږي، که چیرې ورسره جوخته سطحه لوړه شي نو ددې ساختمان د فرش سطحه د سرک د بره سطحې څخه جګه راځي، که چیرې د ساختمان د تهداب خاوره کمزورې وي، نو د غیر منظم نشست د مخنیوي په منظور په دغه برخه کې(کرسي لیول کې) یو RCC بیم ورکول کیږي، همدارنګه د کرسي لیول(Plinth level) کې د لنده بل ضد طبقه هم ورکول کیږي تر څو ساختمان پورته برخو ته لنده بل د نفوذ مخنیوی شوی وي.په جبه زارو او زیمناکو ساحو کې دا طبقه لږ تر لږه 60cm نیول کیږي خو په نورو ساحو کې دا طبقه 30-45cm پورې نیول کیږي، څومره چې د یوې ودانۍ کرسي برخه زیاته وي ودانۍ ښکلۍ ښکاري
4. فرش ورکول(Flooring): د فرش ورکولو موخه داده چې د کورسامان،میز،چوکې او نورو داخلي برخو لپاره سطحي لیول برابر شي، معمولاً د فرش په لیول کې 100 مارک کانکريټ د 15cm په ضخامت پکار وړل کیږي او بیا د لاښه ښایست او حفظ الصحې په منظور د 1:4 سیمنټي مصالې سره د 2cm په ضخامت ټایلونه،موزایک او وغیره پکار وړل کیږي دفرش دلیول ساحه د ودانۍ د ګټې اخیستې ساحه ده.
5. د لنده بل ضد طبقه(Damp Proof Courser): د لنده بل ضد طبقه(DPC) موخه د ځمکې لاندې د هایدروسکوپیک نم شتون مخنیوی دی، لنده بل پرته له دی چې د ودانۍ مقاومت زیانمنوي د وغیره روغتیایي شرایطو لامل هم ګرځي، د ا طبقه د 2.5cm په پیړوالي د دیوال لاندې د کرسي لیول لپاسه د غیر قابل نفوذه موادوه لکه بیټومین،سلایټ او یا هم غني شویو کانکريټو څخه جوړیږي څو ودانۍ ته د نم د ننوتلو مخنیوی وکړي.
ب: د ساختمان پورته برخې: په دغه برخه کې لاندې اجزاوې شاملې دي
1. دیوالونه: دیوالونه د ودانۍ هغه برخه ده چې بارونه اخلي او عمودي جاذبوي قواوو په وړاندې مقاومت کوي، او په ودانۍ د اوسیدونکو لپاره یو ساحه محدودوي او احاطه کوي، چې همدا دیوالونه پرده منځ ته راوړي، امنیت تامینوي او د باد،باران،واورې، تودوخې او نورو اقلیمي شرایطو په وړاندې ودانۍ ته خوندیتوب ورکوي، دیوالونه په دوه ډوله دي، یو یې وزن اخیستونکي دیوالونه(bearing Wall) او دوهم یې وزن نه اخیستونکي دیوالونه(nonbearing Wall) چې وزن اخیستونکي دیوالونه علاوه له خپل وزن څخه د ودانۍ نور بارونه هم زغمي او تهداب ته یې انتقالوي، او وزن نه اخیستونکي دیوالونه علاوه له خپل وزن وزن څخه نور بارونه نه زغمي ، وزن اخیستونکي دیوالونه که له خښتو جوړیږي نو کمترین ضخامت یې باید 25cm ونیول شي چې دغه اندازه یوه خښته له پلستر کولو سره برابروي، خو وزن نه اخیستونکي دیوالونه بیا ددغې اندازې نیمايي یعنې نیمه خښته هم نیولی شو. همدارنګه د وزن اخیستونکو دیوالونو لاندې د تهداب شتون اړین دی، خو د وزن نه اخستونکو دیوالونو لاندې دتهداب شتون اړین نه دی.
2. پایه: عمودي بار اخیستونکي عضوه ده چې له تیږو،کانکریټو، اوسپنیز کانکريټو،خښتو او نورو څخه جوړیږي،
3. پتې(ځمکنې زینه): چې Steps هم ورته وايي دا په 1:5 سیمنټي مصاله کې له خښتو یا هم تیږو څخه د ځمکې د مخ او فرش لیول تر منځ جوړیږي، دا پتې ددې زمینه برابروي تر څو اوسیدونکي د عمودي تګ لپاره ترې ګټه واخلي د پتو د قدم پلنوالۍ باید له 25cm څخه کم او 19cm څخه لوړ ونه نیول شي، د پتو پلنوالی د هغه دروازو سره برابر وي کومو ته چې راپريښودل شوي وي.
4. دروازې،کړکې او هواکشونه: دروازې کوټو ته د لاسرسۍ زمینه برابروي، د تودوخې،باد باران او ځوږ په وړاندې خوندیتوب منځ ته راوړي، د دروازو لوړوالی باید دومره وي چې دلوړ قد لرونکی انسان اود هغه په سر ایښودل شوی شی ترې په اسانه او پرته له ځنډه تیر شي، او د دروازو پلنوالی باید له 1m کم نشي، د کړکۍ د لوړوالي کمه اندازه 1m ده خو ښه داده چې دا لوړوالی 2m په نظر کې ونیول شي، د هواکش لوړوالی د کرسي له لیول څخه باید 1.7m څخه کم نه وي
5. سرطاقونه(Lintels): څرنګه چې دروازې او کړکۍ د دیوالونو په خالیګاوو کې پریښودل کیږي نو دلته په دیوالونو کې په عمودي ډول یو درز منځ راځي د دغو درزونو لپاسه د دیوالونو د نورو برخو د ترسره کولو په موخه یو افقي عنصر د سرطاق په نوم ورکول کیږي، دا سرطاقونه باید په خپلو دواړو انجامي برخو د 15cm په اندازه په دیوالونو کې ځای په ځای شوی وي، سرطاق کیدای شي RCC، د لرګي، اوسپنیز او یا هم له خښتو څخه د کمان په شکل جوړ شي.
6. چجه یا لمر نیونکی(سوری کونکی) یا هم (Sunshades) : دا د کړکیو،دروازو او هواکشونو له سرطاقونو هغه وتلې برخې دي، چې د لمر، باد او باران څخه د خوندیتوب لپاره پریښودل کیږي، دا نه یواځې دا چې کوټو ته د لمر وړانګو د ننوتلو مخنیوی کوي، بلکې پخپله ساختمان هم د اقلیم د ناوړه شرایطو له اغیزې خوندي ساتي.
7. چت(Roof): د چت تعریف داسې کیږي، چې د ودانۍ هغه افقي عنصر دی، چې د چوکاټ په سیستم کې جوړیږي او ودانۍ د طبیعي یا اقلیمي شرایطو په وړاندې خوندي ساتي، دا هغه افقي یا نیمه افقي مایل عنصر دی چې ودانۍ پوښي او چتر ورکوي، نن صبا اوسپنیز کانکريټي،هموار کانکریټي چتونه ډیر کاریږي، ځکه دا د اوبو تیریدو ضد،دوامداره او د تودوخې عایق دي او ښه مهندسي ښکلا، ښه تهویه او روښنايي ورکوي.
8. زینې: زینې د منظمو شوو پتو سلسله ده، چې د ودانۍ بیلابیل پوړونه یو له بله سره نښلوي، هغه زینې چې د کټارو پواسطه محدودې شوې وي Staircase بلل کیږي، هغه ساحه یا تشه چې د زینې پواسطه ډکه شوی وي، د زینې لار بلل کیږي، عمودي اړیکه کیدای شي د رمپ لفټونو او ځینو نورو پواسطه هم تامین شي. رمپ هغه مایله مستوي ده چې د بیلابیلو پوړونو لرونکې دوه سطحې سره نښلوي او دا یو ډول مسلسله ختنه ده چې له یو پوړ څخه بل پوړ ته خیژي. او دا لارې عموماً د موټرونو لپاره جوړیږي او میلان یې 1/6 څخه نیولی تر 1/10 یا هم (1:6 to 1:10) نسبتونو جوړیږي، اولفټ هغه میخانیکي وسیله ده چې له یو پوړ څخه بل پوړ ته انسانان او مواد په کې لیږدول کیږي، لفټ کیدای شي له زینې سره نیږدې وي، ځکه کیدای شي لفټ د خرابیدو او یا هم توقف په صورت کې له زینې کار واخیستل شي.
9. پراپیټ دیوال(Parapet Wall): دا کم لوړوالي لرونکې دیوالونه دي، چې د چت په څنډه کې جوړیږي دا له بام څخه د ماشومانو د غورځیدو مخنیوی کوي او هغه رواني ناروغان له غورځیدو ژغوري چې په لوړ او اوچت ځای کې ویریږي، همدارنګه د مهندسۍ له نقطه نظره پراپیټ وال ودانۍ ته کافي ښکلا ورکوي، لوړوالي نظر مختلفو شرایطو ته مختلف وي خو عموماً یو متر نیول کیږي.
10. د ودانۍ زینتي کارونه(Building Finishing) : په دغه برخه کې پلستر اهنګاف، رنګول،صیقل کول، په پلستر باندۍ نقاشي او نور وغیره کارونه شامل دي.

په دیوال کې د خښتې محاسبه په لنډ او ساده شکل سره
15/12/2024

په دیوال کې د خښتې محاسبه په لنډ او ساده شکل سره

15/12/2024

دانجنیري بستونو کې دامتحان ورکولو په وخت کې زیاتې لیدل کېږي اولیدل شوي دي؛

اول سوال؛ دکانکریتو مقاومت په کومو دلیلونو سره کمېږي؟
ځواب؛ دکانکریتو مقاومت دلاندې څو دلایلو له امله کمېږي؛
الف؛ د خاورې اوخټو موجودیت په رېګ اوجغل کې چې په کانکریټو کې استعمالېږي دکانکریټو مقاومت کموي.
ب؛ دغوښتل شوي نورم څخه داضافي اوبو اچول په کانکریټو کې دکانکریټو مقاومت کموي.
د؛ په اوبو کې دعضوي موادو او مالګو موجودیت هم دکانکریټو مقاومت کموي.

دوهم سوال؛ د ۲۰۰ مارک کانکریتو د یومترمکعب لپاره څومره رېګ، جغل، سمنټ او څولېتره اوبه ضروري دي؟
ځواب؛ د ۲۰۰ مارک کانکریتولپاره دهغه دموادو نسبتونه عبارت دي له؛ ۲۰۰M= ۱:۱.۵:۳
یعنې یوه برخه سمنت، یوه نیمه برخه رېګ او۳ برخې جغل ضرور دئ.
۱؛ سمنت ۳۶۱ کیلوګرامه
۲؛ رېګ ۶۴۰ کیلو ګرامه
۳؛ جغل د۲۰ میلي په اندازه باندې ۶۷۳ کیلو ګرامه
۴؛ اوبه ۱۷۷ لېتره

دریم سوال؛ نظر کومو شرایطو ته په کتلو سره ساختماني عناصرو کششي ساحه سیخبندي کوو، او PCC او RCC څخه مو هدف څه شئ دئ؟

ځواب؛ لکه څرنګه چې پوهېږو چې کانکریت نظر فشارته په کشش کې د ( ۲۰_۱۰ ) مرتبو پورې کمزوري دي نو دهمدې له خاطره چې ساختماني عناصرو دا خو له منځه ولاړه شي کششي ساحه یې سیخبندي کېږي.

PCC= Plain Cement Concert
‏PCC یعنې هغه کانکریت چې هغه کې سیخانو څخه استفاده نه وي شوي.
RCC= Reinforcement Cement Concrete
‏RCC یعنې هغه کانکريټ چې په هغه کې سیخان استعمال شوي.

څلورم سوال؛ کانکریټ په کوم اساس صنفبندي کېږي؟

ځوتب؛ کانکریټ دلاندې مشخصاتو په نظرکې نیولو سره صنف بندي کېږي؛
۱: حجمي کتلې ته په کتلو سره
۲: دهغه چسپیدونکو موادو ته په کتلو سره
۳: دهغه محکمیت ته په کتلو سره
۴: دیخ په مقابل کې دهفه دمقاومت په لرلو سره

پنځم سوال؛ نظر په دندې یاداستعمال ساحې ته کانکريټ په څو ډوله دي؟

ځواب؛ نظر په دندې او یا داستعمال ساحې ته په کتلو سره کانکریټ په لاندې ډول سره ویشل شوي دي؛
۱؛ معمولي کانکریټ: چې په یو ساختمان کې دبارداره عناصرو لپاره استعمالیږي لکه ( پایه، ګاډر او پلیټونو لپاره ...)
۲؛ هایدروتخنیکی کانکريټ چې دبندونو، کانالونو، پرچاوو او دکانالونو دمخ دپلستر کولو لپاره استفاده کېږي.
۳؛ هغه کانکریت چې دتعمیراتو د دراندو پوښښونو لپاره استعمالېږي.
۴؛ هغه کانکریت چې دسرکونو دپوښښونو او فرشونو لپاره استعمالېږي.

شپږم سوال؛ که چېرې دیو دیوال حجم ۲۰ متر مکعب وي اوهغه مصاله چې پکې کارشوې ده دهغه نسبت ۱:۶ وي تاسو په نوموړي دیوال کې دسمنټو؛ ریګ او خښتو اندازې لاس ته راوړئ؟

نوټ که دیوې خښتې اندازه = ( ۶*۱۱*۲۳)سانتی متره سره وي
ځواب؛ لومړئ دیوې خښتې حجم لاس ته راوړو په لاندې شکل سره چې؛
V= 0.23*0.11*0.06= 0.001518 M3
اوس په ټول دیوال کې دمصالې حجم لاس ته راوړو په داسې ډول سره چې په دیوالونو کې تر ٪۳۰ پورې مصاله استفاده کېږي؛
V mortar = V wall * 30%
V mortar = 20 M3 * 0.3 = 6 M3
اوس دخښتو اندازه لاس ته راوړو په داسې ډول سره چې مونګ ته معلومه شوه ګې په ۲۰ متر مکعب حجم کې ۶ مترمکعبه خالصه مصاله وه چې باقی مانده یې خالصې خښتې دي یعنې ۱۴=۶_۲۰ سره مساوي دي،
اوس چې دخښتو شمېرلاس ته راوړو ددې ټولو خښتو حجم تقسیم د یوې خښتې پرحجم باندې چې هغه مونګ مخکې لاس ته راوړئ دئ
N= V total Brick / V 1 Brick = 14 / 0.001518= 9333 دانې خښتې
چون چې ۱:۶ نسبت سره مصاله ده نو دسمنتو او رېګ اندازه په لاندې ډول سره لاس ته راوړو؛

Span Ratio = 1+6= 7

Cement = 1*6 /7* 1440/49= 25 bag

Sand = 6* 6/7 = 5.14 M3

اووم سوال ؛ اوسپنیز کانکریټ څه شئ دي؟

ځواب؛ اوسپنیز کانکریټ دفولادو اوکانکریټو دترکیب څخه عبارت دي چې اوسپنیز کانکریت په ساختمان کې د ډیرو مهمو موادو دجملې څخه ګڼل کېږي، چې په مختلفوشکلو سره تقریبا په ټولو ساختمانونو کې استفاده کېږي.

آتم سوال؛ کانکریټ څه شی دي؟
ځواب؛ کانکريت دسمنټو رېګ اوجغل دمخلوط څخه عبارت دي، کانکریت کولای شي چې په هرقسم چې شکل ورکول وغواړو ور یې کړو اوهم کانکریټ دفشار په مقابل کې نظر کشش ته زیات مقاومت لري.

نهم سوال؛ درطوبت ضدمواد په کانکریټوکې څه، اودهغه څخه داستفادې طریقه یې واضح کړئ؟
ځواب: نوموړي مواد دکانکريټو دسختیدلو لپاره دسطحې په مخ باندې استفاده کېږي، خو دا مواد باید دکانګریټو په مخلوط کې تراستفادې لاندې ونیول شي، اونوموړي مواد لرونکي دبعضې صابونونو اوپطرولي ایمولیشنونو وي چې داوبو اندازه په کانکریتو کې کموي اما دکانکریتو په تراکم اودهغه په مراقبت باندې کوم تاثیر نه لري.

لسم سوال؛ فشاري مقاومت په کانکریټوکې څه دی تشریح یې کړئ؟
ځواب؛ فشاری مقاومت په کانکریتو کې د ۲۸ ورځو په جریان کې د ۳۰*۱۵ سلندر باندې دکانکریتي نمونې باندې دمعینو بارونو په واردولو سره لاس ته راوړل کېږي
په داسې شکل سره چې د۲۸ ورځو په جریان کې نوموړئ سلنډر داوبو دلاندې اویامعین حرارت اویا ٪۱۰۰ رطوبت لاندې ساتل کېږي.
د ۲۸ ورځو نهایی مقاومت کیدلای شي چې ۲۵۰۰psi، ۲۰۰۰۰psi، یا ۱۰۰۰۰psi سره لاس ته راشي، کانکریټ په عمومي ډول سره د 3000psi_7000psi مقاومت درلودلو سره داستفادې وړ وي.

Qais MuBaRiZ

Address

Khost

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Eng afzal page posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share