01/04/2026
په انځورونو کي د کندهار د ترافیکو مدیریت د تنظیم آمریت ژمن او زړور پرسونل ښکاري چې د سخت باران او اوبو ډکو سړکونو سره سره، د خلکو د خدمت لپاره په اخلاص ولاړ دي. دا یوازې وظیفه نه ده، بلکې د امانتدارۍ او مسؤلیت یو ښکلی مثال دی.
الله تعالی دې د دوی دا خدمتونه قبول کړي، الله ج دې ورته غوره اجرونه ورکړي، او د دوی په کار کې دې برکت واچوي. بېشکه چې د خلکو خدمت کول یو لوی عبادت دی او د انسان د نجات سبب ګرځي.
دوی زموږ د ستاینې او دعا مستحق دي، ځکه په هر حالت کې د ولس ترڅنګ ولاړ دي او د نظم او خوندیتوب لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کوي.