AFCO International Construction and Roads Company

AFCO International Construction and Roads Company Voice of truth/justice for residents of Aino Maina and company founder/partner Hamid Helmandi.

د عینو مینې اختلاس کوونکي او غاصبین...
04/06/2023

د عینو مینې اختلاس کوونکي او غاصبین...

https://ainomaina.com/2023/05/17/new-post/د محمود کرزي لخوا خیانت، اختلاس او غلامهرباني وکړئ په دې ویب پاڼه کې توضیحات ا...
30/05/2023

https://ainomaina.com/2023/05/17/new-post/

د محمود کرزي لخوا خیانت، اختلاس او غلا

مهرباني وکړئ په دې ویب پاڼه کې توضیحات او حقیقتونه ولولئ...

Crimes in Aino Maina Embezzlement and Money Laundering: Usurping National PPP Project with Fraudulent License 2023-05-26 Posted by admin 17 May

د عینو مېنې ملي پروژه کې غلا، اختلاس او خیانت دوام لري.ښاغلی هلمندي نه يوازي دا چي د خدماتو په پيسو کي يې د فساد د مخنيو...
29/05/2023

د عینو مېنې ملي پروژه کې غلا، اختلاس او خیانت دوام لري.

ښاغلی هلمندي نه يوازي دا چي د خدماتو په پيسو کي يې د فساد د مخنيوي هڅي کولې بلکي ترڅنګ يې د ټول شرکت د پلټني په لټه کي پاته شوی وو.

په تېرو شپږو میاشتو کي د هلمندي د پېژندل شوي ایماندارۍ او صداقت په برکت زموږ ښارګوټی بیا راژوندی شو خو د افکو مالي اسناد ښيي چې په تېرو پنځو کلونو کې اته څلوېښت میلیونه ډالره اختلاس شوي دي.

مقاله دا هم په ډاګه کوي چې په هغه وخت د حکومت  هیڅ چارواکي د دوی پر وړاندې اقدام نه دی کړی. هرڅوک د دوي تر سیاسي او مالي...
28/05/2023

مقاله دا هم په ډاګه کوي چې په هغه وخت د حکومت هیڅ چارواکي د دوی پر وړاندې اقدام نه دی کړی. هرڅوک د دوي تر سیاسي او مالي نفوذ لاندې وو. برسېره پردې، د دوی ورور حامد کرزی ولسمشر وو.

اسناد او شواهد ښيي چې محمود کرزي خپل ورور شاه ولي کرزی په جعلي اسنادو يي د شرکت رئیس معرفي کړي. همدارنګه محمود کرزي د خدماتو د (۵۵) میلیونو ډالرو څخه (۲۴) میلیونه ډالره د مرکزي بانک د لمړي مرستیال (خان افضل هډه وال) په همکاري شاه ولي کرزي ته ورکړل. په حقیقت کي دا (٢٤) ميليونه ډالره د عینو مینی د اوسیدونکو د خدماتو مصارف پیسی وی.

If we’re talking about a Buffett Rule for taxes, we might also think about a Karzai Rule. This could be formulated as subjecting the billions of taxpayer…

28/05/2023

If we’re talking about a Buffett Rule for taxes, we might also think about a Karzai Rule. This could be formulated as subjecting the billions of taxpayer…

په عینو مینه کې د جرمونو دوام.د عينومېنه ملي پروژه په کندهار کې یو ځل بیا د يوې خاصي کړۍ لخوا د غصب او اختلاس تر سيوري ل...
28/05/2023

په عینو مینه کې د جرمونو دوام.

د عينومېنه ملي پروژه په کندهار کې یو ځل بیا د يوې خاصي کړۍ لخوا د غصب او اختلاس تر سيوري لاندي راغلې ده.

محمود کرزی او د هغو جرمي شبکه چې د عينومېني د اتحاديې او کندهار د اطاق تجارت غړي دي په دغه ملي پروژه کي په غلا، اختلاس او خيانتونو کي بوخت دي او نتيجه يې داده چي هم يې د عينومېني د اوسېدونکو حقوق خوړلي او هم يې د دې ملي پروژې د ريښتني شريک حاجي عبدالحمید هلمندي پر حق ظلمونه روان کړي دي.

لس کاله وړاندې، د دوو نړیوالو مقالو لنډیز چې په" نیویارک ټایمز" "او نیویارکر "مجلو کې خپور شوي دي:

اوله مقاله (د جیمز رایزن لخوا پر « 03 June 2012» نیټه لیکل شوي ده) دوهمه مقاله (د امی ډیویډسن سورکین لخوا لیکل پر « 07 . June 2012» نیټه لیکل شوی ده)
https://www.nytimes.com/2012/06/04/world/asia/karzai-family-moves-to-protect-its-privilege.html

https://www.newyorker.com/news/amy-davidson/the-karzai-rule

په ( ۲۰۰۷ ) کال کې محمود کرزي او د هغه ورور شاه ولي کرزي د عینو مېنې د نیولو لپاره د سیسه جوړه کړه.

دواړه مقالې د کرزي د کورنۍ د فساد په اړه خبرې کوي په ځانګړې توګه له کابل بانک څخه د محمود کرزي غلا، له عینو مېنې څخه د شاه ولي کرزي اختلاس. دا دواړي مقالي یو شمیر مهم نقطي لري چې په حقیقي اسنادو سره تایید شوي دي:

• د کابل بانک ۹۰۰ میلیونه ډالره غلا کې د محمود کرزي لاس.

• محمود کرزي او شاه ولي کرزي جعلي اسنادونه جوړ کړل تر څو شاه ولي
کرزی د شرکت رئیس شي.

• شاه ولي کرزي د “عینو مینه ساختماني شرکت” په نوم شرکت جوړ کړي او د افکو کمپني « ۵۵ میلیونه ډالره» یې دا شخصي شرکت ته انتقال کړل. شاه ولي کرزی وویل چي محمود غوښتل دا پیسې غلا او دوبۍ ته یې انتقال کړي. مقالي وايي محمود کرزی او شاه ولي کرزی دواړه په دې اختلاس اقرار کوي او دواړه یو بل تورنوي.

• شاه ولي کرزی د جبر او زور څخه استفاده کول ترڅو د شرکت شریک شي.

• د حکومت عدلي او قضايي سیستم د جرمونو په وړاندې له اقدام کولو ډډه کول.

• مرکزي بانک د تلیفوني امر له لارې د شرکت د ۱۲ ملیون ډالر کنګل کړل.

If we’re talking about a Buffett Rule for taxes, we might also think about a Karzai Rule. This could be formulated as subjecting the billions of taxpayer…

ماشاالله.  د لوط علیه السلام د لعنتي قبیلې محترم پیروانان.یوځل چې یو څوک دا ځانګړي لعنتي کار ترسره کړئ، غلا , دروغ ویل، ...
25/05/2023

ماشاالله.

د لوط علیه السلام د لعنتي قبیلې محترم پیروانان.

یوځل چې یو څوک دا ځانګړي لعنتي کار ترسره کړئ، غلا , دروغ ویل، اختلاس، اختطاف هیڅ شی نه دی.

د کندهار د غلو، اختطافګرو، درواغجنو او اختلاس کوونکو د خونو غړي.

خدای دې دوی غرق کړي. خدای دې دوی تباه کړي. لعنت د په دوی وی.

Parwiz MohmandSuhail Janالسلام عليکم!هيله ده جوړ او سلامت به يې او وخت به دي هم تر دې مهاله په خير وي.تاسو ولې خپل کمينټ...
24/05/2023

Parwiz Mohmand
Suhail Jan

السلام عليکم!
هيله ده جوړ او سلامت به يې او وخت به دي هم تر دې مهاله په خير وي.
تاسو ولې خپل کمينټونو لرې کړل؟

ډېره مننه ستاسي له لرې شوي کمينټونو څخه. موږ په تېرو شپږو مياشتو کي د عینومېني د غلا او اختلاس قضیه يو په يو په دقيق ډول څېړلې ده. نړیوال مسلکي وکیلان، مفتیان، محاسبین، او تحقیق کونکي یو. یو کس نه یو.

تاسو د شرکت وکیل نه یاست. موږ ستاسو د معاش ریکارډ معلومات لرو چې تاسو ته څوک پیسې د رکوي. تاسو د محمود کرزي وکیل یاست او تاسو یو له هغو کسانو څخه یې چې د محمود کرزي د جرمونو په پټولو کې مرسته کوې.

هغه خلګ چي د داسي فساد کوونکو انسانانو پرده کوي د دوی خبري بې بنسټه شوي ځکه اوس وخت کي اسناد، شواهد، شريعت او قانون ټوله واضح شوي دي.

اوس چي خبره د اختطاف تر حده ورسېده، نو لازمه ګڼو چي هر افغان، کندهاری، انګه سرمایه گذار او د عينومېني اوسېدونکی په حقيقت باندي پوه شي.

هر څه يو حد لري. خو د بې ګناه خلګو اختطاف، بې احترامي، پر هغوی تورونه، د هغوی ځوروني، هغوی ته ګواښونه او حتا د هغوی د کورنيو د غړيو د اختطافولو پلانونه نيول زموږ هم وروستی حد دی.

هرڅوک چي د دوی په جرمونو کي شريک او ښکیل نه وي یا د دوی له غلا او اختلاس څخه ګټه نه ترلاسه کوي باید خوشحاله وي ځکه موږ ورسره حقایق شریکوو.

که محمود کرزي او مجرمي ډلي يې تاسي ته د دې کړنو لپاره پيسې منلي وي هغه پيسې يې هم د دې عينومېني اوسېدونکی او د حاجي هلمندي حق څخه غلا کړي او تاسي ته یې د رشوت په ډول درکوي.

هرڅوک چي د محمود کرزي وکالت کوي هغه هم په غلا، اختلاس او اوس اختطافو کی په دې جرمونو کې ورسره شریک دی.
لعنت دي پر دې جرمي کړۍ وي.

مهم خبر : د عينومېني درنو اوسېدونکو تاسي د عينومېني دفتر ته د نغدي پيسو تاديات بند کړی.جزیات : پنځه کاله وړاندي محمود کر...
24/05/2023

مهم خبر : د عينومېني درنو اوسېدونکو تاسي د عينومېني دفتر ته د نغدي پيسو تاديات بند کړی.
جزیات : پنځه کاله وړاندي محمود کرزی د جعلي اسنادونو پر اساس د يو بل شرکت مالک شو او د هغه شرکت جواز نمبر D-04-2064 دی.
پورته ذکر شوي نمبر لرونکی جواز د محمود کرزي شخصي انفرادي جواز دی چي شرکت يې د څاڅکو د پايپونو لپاره جوړ شوی.
محمود کرزي د دغه شخصي انفرادي جواز تر نامه لاندي د افکو نړيواله ساختماني او سړک جوړوني کمپنۍ غصب کړه او د دغي کمپنۍ د فروشاتو او عوايدو معاملې د همدې کمپنۍ په فېډ او ټاپه سره ترسره کوي خو پيسې يې د ده خپل شخصي اکاونټ ته ځي.
په ابتدائيه محاسبه کي د افکو مالي اسناد ښيي چي د ۱۳۹۷-۱۴۰۰ کلونو ترمنځ کله چي مشران واک ته ورسېد محمو کرزي شاوخوا ۵۰ ميليونه ډالره اختلاس کړي وو.
موږ ته تازه خبر رسېدلی دی چي په عينومېنه کي اوس هم اختلاس دوام لري او د راپورونو لمخي دا پيسې نغدي را ټولېږي چي يوه برخه يې د اعتبار لرونکو کارمندانو (شفيع کرزی، وکيل، دلسوز، حبيب الله او داسي نور …) او پاته برخه يې د محمود کرزي او د هغه د ساتونکو لخوا (د عينومېني د اتحاديې او اطاق تجارت مشخص غړي) اختلاس کېږي.
د نورو جزیاتو لپاره زموږ سره پاتې شئ......

https://ainomaina.com/aino-mainas-voice/Samiullah AirfanShah MahmoodNazir Ahmad Atifپسرلي ابداليګرانو وروڼو او د کندهار ...
24/05/2023

https://ainomaina.com/aino-mainas-voice/

Samiullah Airfan
Shah Mahmood
Nazir Ahmad Atif
پسرلي ابدالي

ګرانو وروڼو او د کندهار د ټولني محترمو غړو!
دا ډیره جدي موضوع ده. او په دې جدي مسله کې، تاسو سره یوازې د حقیقت ژمنه کوو. د شواهدو سره.

مهرباني وکړئ حقیقت ته انتظار شئ ځکه کیسه بل ډول ده.

موږ تاسي غيرتمن افغانان، کندهاريان او مسلمانان ګڼو. د یوې شفافې ټولنې راتلونکی.

خو کله چي په حقيقت پوه شي بيا به هيڅکله هغه جملې چي په کمينټونو کي مو ليکلي دي استعمال نکړي.

ښاغلی هلمندی د څو کلونو راهيسي زموږ د حق، د ريښتني پانګوني، د پانګوالو د تشويق او په ټوله کي زموږ د حقوقو د خونديتوب لپاره جنګېږي ترڅو په ټولنه کي عدالت تأمين او افغانستان په تجارتي برخه کي پراختيا ومومي.

له روژې مخکي د عینومېني په اړه يوه مهمه پریکړه وشوه چي د افکو کمپنۍ مستقيله مالي محاسبه او څېړنه به ترسره کېږي. او د محمود کرزي د غصب او اختلاس قضیه به اختصاصي محکمې ته سپارل کېږي. ځکه نو محمود کرزی، د کندهار د اطاق تجارت او عينومېني د اتحاديې مشخص غړي په ګډه وارخطا شول او داچي د دوی جرمونه د ۱۵۰ ميليونه ډالرو غلا او اختلاس پټ پاته شي نو يې اختطافونو ته لاسونه واچول.

اوس چي خبره د اختطاف تر حده ورسېده، نو لازمه ګڼو چي هر افغان، کندهاری، انګه اچوونکی او د عينومېني اوسېدونکی په حقيقت باندي پوه شي.

نن دغه ملي خیانتکاران او اختطافچيان په هلمندي صاحب برید کړی دی. سبا به دوی په یو بل صادق پانګوال برید وکړي.

زموږ څېړني ښیي چي 90٪ خلک په حقیقت پوهېږي خو پاته 10٪ يې د دې جرمي ډلي د پروپاګندونو ماشینونه دي.

هغه ورونه چي تاسو په څېر له محمود کرزي او مجرمي ډلي سره يې په غلا او خيانت کي شريک ندي زموږ ورڅخه هيله ده چي ځانونه د هغو پروپاګندو د ماشينونه په ځاله کي وانه چوي.

او تاسو هم د دې مجرمي ډلي له ملاتړ څخه لاس واخلی ځکه هغه وخت چي د دوی درواغ ښکاره شي خدای مکړه داسي نشي چي ستاسي وجدانونه تاسي ته د ملامتۍ ګوتي ونيسي.

هر څه يو حد لري. خو د بې ګناه خلګو اختطاف، بې احترامي، پر هغوی تورونه، د هغوی ځوروني، هغوی ته ګواښونه او حتا د هغوی د کورنيو د غړيو د اختطافولو پلانونه نيول زموږ هم وروستی حد دی.

د نورو جزیاتو لپاره زموږ سره پاتې شئ......

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا كُوْنُوْا قَوّٰمِیْنَ بِالْقِسْطِ شُهَدَآءَ لِلّٰهِ وَ لَوْ عَلٰۤی اَنْفُسِكُمْ اَوِ الْوَالِدَیْنِ وَ الْاَقْرَبِیْنَ ۚ اِن....

Address

Dis # 11 Ayno Mina
Kandahar
3801

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when AFCO International Construction and Roads Company posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to AFCO International Construction and Roads Company:

Share