29/01/2026
نن دثاقب امین تجارتی شرکت ریس او د ګول سیخ د اتحادیی (صنف) مشر حاجی امین خان" توخي" د ننګرهار ښاروال، محترم قاري بلال، سره لیدنه ترسره کړه،
په دې لیدنه کې د ګول سیخ فروشانو د کاري وضعیت، د ښار په کچه د سوداګریزو فعالیتونو د تنظیم، او د اړوندو ستونزو او همکارۍ پر لارو چارو خبرې وشوې، د صنف مشرتابه د ښاروال د ترسره شوو چارو او هڅو ستاینه وکړه او د درناوي په توګه یې نوموړي ته پګړۍ ور وتړله.
ښاروال قاري بلال د صنف د مشرتابه د لیدنې او درناوي هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د ښاروالۍ په چوکاټ کې به د قانوني امکاناتو له مخې د سوداګرو او سیخفروشانو د ستونزو د حل لپاره لازمې همکارۍ ترسره شي.