انجینر نورالرحمن-جواد-

انجینر نورالرحمن-جواد- د افغانستان اسلامي امارت حال و احوال
خاصتاً د بګرام هوایي اډې په هکله

ټرمپ په یو نړیوال سټیج باندې وایي که دا یو ارمان مې پوره شو نور ارمان نه لرم؛چې کاشکي د بګرام هوایي اډه مو لاسته راغلې و...
25/05/2025

ټرمپ په یو نړیوال سټیج باندې وایي که دا یو ارمان مې پوره شو نور ارمان نه لرم؛
چې کاشکي د بګرام هوایي اډه مو لاسته راغلې وای.
تاسې پوهیږۍ دا اډه څومره مهمه ده؟
بګرام هوایي اډه، چې د افغانستان په پروان ولایت کې موقعیت لري، د هېواد له ستراتیژیکو او تخنیکي پلوه له خورا مهمو هوایي اډو څخه ده- دا اډه د څو لسیزو راهیسې د نظامي او لوژستیکي عملیاتو لپاره کارول شوې ده. دلته یې یو شمېر تخنیکي او انجینري ځانګړتیاوې د همدې انجینري فیسبوک پاڼې درنو ملګرو سره شریکوم تر څو د خپل ګران هیواد ددغې عظیمې برخې په اړه یو څه معلومات ولرئ.

1. جغرافیایي موقعیت
موقعیت: د کابل شمال ته شاوخوا ۶۰ کیلومتره.

ارتفاع: نږدې ۱۵۰۰ متره د سمندر له سطحې لوړه واقع ده

د ستراتیژیک موقعیت له اړخه دا ځای د منځنۍ آسیا، ایران، چین او پاکستان ته ترټولو مشترکه، لوړه او نږدې موقعیت لري.

2. رن‌وې (Runway)

بګرام دوه اساسي رن‌وې لري:

یوه یې شاوخوا ۳۶۰۰ متره اوږدوالی لري.

دویمه یې هم له ۳۰۰۰ مترو زیاته اوږده ده.

دواړه رن‌وې د درنو نظامي الوتکو لکه C-17 او B-52 لپاره ډیرې مناسبې دي، چې په سیمه کې ساری نلري.

3. هوایي ټاور (ATC) او رادار سیسټمونه

بګرام د پرمختللي ATC ټاور او راداري سیسټمونو درلودونکی و چې د الوتنو کنټرول، څارنه، او مدیریت یې اسانه کاوه.

د شپې او خرابې هوا لپاره د Instrument Landing System (ILS) امکانات لري، چې په سیمه کې بدیل نلري.

4. تأسیسات او انجینري جوړښتونه

د تیلو زیرمې، وسایطو لپاره پارکینګ، هوټلونه، روغتون، د ساتنې دیوالونه، سړکونه، د اوبو مدیریت، فاضلاب سیستم، او د برېښنا تولید واحدونه لري.

د بګرام هوایي اډې ډېری تأسیسات د امریکایي انجینرانو له خوا جوړ شوي، او د قوي نظامي انجنیرۍ معیارونه پکې پلي شوي.

5. د تخلیې سیسټمونه او امنیتي زیرساختونه

بګرام د پرمختللي امنیتي سیسټم لرونکی و؛ لکه د خنډونو، نظارتي کامرو، بایومتریکو تفتیشونو او وسلوالو ساتونکو کارونه.

د چاودنو ضد جوړښتونه، د ژغورنې خوندیتوب خونو (bunkers) او سرپوښل شوي سړکونه پکې شامل دي.

نوټ: ټرمپ په هره مهمه غونډه کې ددې اډې په اړه احساساتی څرګندونې کوي چې دا ددې نظامي آډې مهموالې څرګندوي.
راټولوونکی د ۲۲۱ شهید آفتاب رح فرقې د سوق ادارې آمر
انجینر نورالرحمن-جواد-

Address

بګرام هوایي اډه
Bagram

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when انجینر نورالرحمن-جواد- posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share